تازه خبرونه
ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.
له “پولیو څخه پاک افغانستان” بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.
د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.
د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.