تازه خبرونه

ټاکل شوې په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو لویه غونډه جوړه شي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۷, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۸ به په کابل کې د دیني عالمانو او ولسي مخورو ستره  درې ورځنۍ غونډه پیل شي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمان او قومي مخور مشران ګډون وکړي، چې له اوسني کړکېچ څخه د افغانستان او خلکو د وتلو لپاره د حل لارې لټول یې یوه بنستیزه موخه یاده شوې ده.

د یادې غونډې ګډونوال به خپل اندونه او وړاندیزونه د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې او راتلونکیو پرېکړو ته به زمینه برابره کړي.

سیاسي شنونکی توریالی همت وایي: د هغو معلوماتو له مخې، چې زه یې لرم؛ ټول هغه کسان، چې دې غونډې ته رابلل شوي، عالمان، وطن دوستان او خیرخواهان دي. د دې غونډې او نورو غونډو ترمنځ توپیر دا دی، چې د هېوادونو سفیرانو ورته خلک ګمارل؛ خو اوس هغه کسان ټاکل شوي، چې خلکو، هېواد او اسلام ته ژمن دي.

کارپوهان وايي، چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل باید د اجنډا په سر کې وي.

د ښځو د حقونو هڅانده ډیوه پتنګ څرګندوي؛ که څه هم تر اوسه د دې غونډې اجنډا نده روښانه؛ خو د هېواد د نورو مسايلو تر څنګ به د نجونو د ښوونځيو بيا پرانيستل د دې غونډې په اجنډا کې د سر ټکی وي.

دغه راز یو شمېر دیني عالمان، چې غونډې ته ببل شوي ندي په اړه یې خپلې اندېښنې او ناخوښي څرګندوي.

تمه دا ده، چې په دې غونډه کې به د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټول شي او د هېواد د راتلونکي لپاره به پلانونو جوړ شي.

Trending

Exit mobile version