تازه خبرونه

ټاکنو د کوکنارو کر او تولید زیات کړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت مسوولین وایي، چې د وري د ۱۶ ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو زیاته ښکېلتیا د دې سبب شوه، چې نشه یی توکي زیات وكرل شي.
د انتخاباتو په بهير کې د چارواکو او امنيتي ځواکونو بوختيدا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زياتيدو دليل بلل کېږي.
راپورونه وايي، چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله د کروندگرو د کوکنارو حاصل زيات وي.
له نشه یی توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم اظهر وایي، چې د نشه یي توکو بیو لوړوالى، دی توکو ته د نریوالو د تقاضا زیاتیدل او د نریوال او سیمه يیزې مافیا فعالیت د نشه یی توکو د تولید د زیاتیدو لامل شوی دی.
په ۲۰۱۳ ميلادي کال په افغانستان کې څه باندې ۶ زره ټنه کوکنار کرل شوي ول او يوازې د شاوخوا ۷ زره هکتاره ځمکې کوکنار اړول شوي دي.
د ملگروملتو له جرمونو او مخدرو توكو سره د مبارزې اداره وايي، سږ کال ښايي تر تېر کال هم پر زياته ځمکه کوکنار کرل شوي وي.

Trending

Exit mobile version