تازه خبرونه

ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون د هېواد د پلازمېنې کابل د ولسي جرګې ټولې رایې باطلې اعلام کړې؛ نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه پرېکړه په سختو ټکو کې رد او وغندله.

د پنجشنبې پر سهار( د لیندۍ ۱۵) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې په تر سره شویو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ او ټاکنیزو جرمونو پر لامل؛ اړوند ټاکنې باطلې اعلام کړې او د بیا ټاکنو غوښتنه یې وکړه.    

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن ماښام په یوه خبري ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون له لوري د کابل د ولسي جرګې د رایو باطلول یوه بې بنسټه، غیرقانوني او بېړنۍ پرېکړه وګڼله او هغه یې په سختو ټکو کې رد کړه او د کابل د خلکو له رایو سره یې یوه سیاسي او ناقانونه لوبه ونوموله.

نوموړی وایي: مونږ د رسنیو له لارې خبر شو، چې د کابل د ولسي جرګې رایې باطلې اعلام شوې دي.

دغه کمیسیون وایي: هغه پرېکړه، چې قانوني بنسټ او اسناد ونلري؛ مونږ یې په کلکه ردوو.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې په اړه یې اعلامیه لوسته؛ دا هم په ډاګه کړه، چې اړوند کمیسیون پرلپسې د ولسي جرګې د ټاکنیز بهیر د سبوتاژ هڅه کړې ده.

نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا تازه پرېکړه د قانون او ملت په وړاندې ستره جفا ونوموله.   

د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده  کړې، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د خنډونو له کبله تر دې دمه بریالي شوي نه یو، چې د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو ټاکنیزې پایلې اعلام کړم.

دوی زیاتوي: د ټاکنو د پایلو پر اعلامولو کار روان دی او د پلان له مخې به راتلونکې اوونۍ د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلام شي.

دغه کمیسیون په بشپړ ټینګار ویلي، چې د شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکیو د ګوښه کولو صلاحیت هم نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د ټاکنو دواړو کمیسیونونو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګډه پرېکړه کړې وه.

Trending

Exit mobile version