تازه خبرونه

ټاکنو کمیسیون د لومړنیو پایلو د نه اعلام له کبله بښنه وغوښته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د نه اعلام له کبله بښنه وغوښته او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې پر تخنیکي ستونزو کار روان دی او د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم ژر اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې د شنبې پر ورځ(د تلې ۲۷) یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه، چې د ټاکنو کمیسیون د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د نه اعلام له کبله، چې ټاکل شوې وه نن اعلان شي؛ له خلکو بښنه وغوښته.

نوموړې دغه راز د رایو په شمېرلو کې پر بشپړ رڼاوي ټینګار کړی او وایي، چې د ټاکنیزو ډلو څارونکي دې په ټاکنیز بهیر کې له لاسوهنو ډډه وکړي.

آغلې نورستانۍ د ټاکنیزو ډلو د څارونکیو پر هڅو نیوکه وکړه او ترې وغوښتل شول، چې کمیسیون دې د کارونو تر سره کولو ته پریدي.

نوموړې ډاډ څرګند کړی، چې د یو لړ تخنکي ستونزو له حل سره سم به په څو راتلونکیو ورځو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شي.

Trending

Exit mobile version