تازه خبرونه

ټاکنو کمیسیون دې له ځنډ پرته لومړنۍ پالې په ډاګه کړي- د مشرانو جرګې غړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې ځینې غړي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غواړي، چې په بیړه او له ځنډ پرته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله په ډاګه کړي.

د مشرانو جرګې غړی عبداللطیف نهضت یار د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د اندېښنې وړ بولي او وایي، په دې اړه ځنډ لاسوهنو او فساد ته لار اواروي او باید پرته له ځنډه د  خلکو د پاکو رایوو له مخې  لومړنۍ پایلې اعلان شي؛ ځکه، چې پاکې رایې له ناپاکو بېلې؛ خو د کمیسیون په چارو کې د مداخلو په سبب د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی دی.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار ویلي، چې له ټاکنو یوه میاشت و یوه ورځ تېره شوې؛ خو په خواشینۍ، چې ټاکنو کمیسیون له ټاکنیز مهالوېشه سرغړونه کړې ده. سمه ده، چې کمیسیون ویلي د تلې میاشت؛ خو معلومه نده، چې د کوم کال تله.             

د مشرانو جرګې غړی سید صفی الله هاشمي ویلي؛ په کمیسیون کې تېروتنې شوي، چې نه یوازې د قفل ماتیدو ، بلکې پڅ کار هم اندېښنې رامنځته کړي او کمیسیون باید د دې بحران مخه ونیسي او د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه دې قانوني کړنې تر سره کړي.      

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د ټاکنو روڼتیا ته پاملرنه وکړي. دا، چې څوک ځي او څوک راځي د بحث وړ نده. مهمه د ټاکنو رونتیا ده، چې پایلې پخپل وخت اعلان شي.

دا خبرې په داسې حال کې راڅرګندیږي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لومړنۍ پایله د پلان مطابق د تلې پر اووه ویشتمه اعلان نکړه او په دې برخه کې ځڼد اندېښڼې را پورته کړې دي.

Trending

Exit mobile version