تازه خبرونه
ټاکنو کمیسیون د درملوګ لخوا ورسپارل شوې رایې په ډاګه کړې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي اورنګ زیب د شنبې پر ورځ( د لړم۱۱) څرګنده کړې، چې د یو میلیون او اته سوه دري څلوېښت زره یو سل و اووه رای ورکوونکیو معلومات له بایو متریکي اړخه کره او پاتې نور نیمګړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر نیمګړیو معلوماتو هم کار روان دی، چې په اړه به یې د څېړنو لپاره زمینه برابره شي.
د هغه په خبره؛ کمیسیون چمتو دي، چې د لړم پر درویشتمه نېټه د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي.
ښاغلي اورنګ زیب دا هم ویلي، چې نن ترناوخته د دوی معلومات بشپړیږي او سر له سبا به په ولایتونو کې د مشکوکو محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل شي.