تازه خبرونه
ټاکنو کمیسیون دې سیستم ته تقلبي رایې نه وردننه کوي – فضل احمد معنوي
کمیسیون ته په پرله پسې ډول بیا بیا خبرداری ورکول کیږي، چې هغه رایې سیستم ته وردننه نکړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان یي مخالف دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په معلوماتي غونډه کې د نوماندانو له استازیو سره پایلې ته ونه رسید ویلي؛ تر وروستۍ شېبې پر کمیسیون فشار راوړي، چې له بایومتریک پرته رایې سیستم ته وردننه نکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي وایي؛ هر څوک، چې د رڼو ټاکنو د پایلو له مخې ولسمشر شي له مبارکيو به برخمن شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حق پرست ویلي؛ کمیسیون دغو خبرو ته پام نکوي او د ټاکنو د قانون او د کمیسیون د تګلارې له مخې به لومړنۍ پایلې اعلان شي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه مشر څرګنده کړې؛ د کمیسيون لپاره بله د حل لار نشته او له دې وروسته کمیسیون اړ دی، چې د څارونکیو بنسټونو له حل لارې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
له دې ټولو جنجالونو سره سره آیا کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې، چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي؛ اعلانولی شي؟ دا هغه څه دي، چې هیڅ یو نوماند او سیاسي ګوند پرې باور نلري.