تازه خبرونه

ټاکنڅاري بنسټونه ولسمشریزې ټاکنې له ننګونو ډکې بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو کمپاینونو په اړه د ټاکنڅارو بنسټونو د څارنې لومړنۍ موندنې ښیي، چې د امنیت نشتوالي؛ ځینو مرکزونو ته د اساسو توکو نه رسیدل او د رای ورکولو په ځینو مرکزونو کې د ټاکنو پر ورځ د ښځو لږوالی سترې ننګونو دي.

ټاکنڅاري بنسټونه د ټاکنیزو کمپاینونو په تړاو په خپل راپور کې وایي، امنیت ډاډمن ندی او ځینې مرکزونه د اساس توکو له لږوالي سره مخ دي او د ښځینه کارکوونکیو کمی بله ستونزه ده.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رییس یوسف رشید وایي، چې که خلک د ټاکنو په اړه د ټاکنو په اړه سرغړونې ثبت کړي؛ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې په خدمت کې دی. ټاکنڅاري او نړیوال کتونکي به وي او ټول باید په ګډه حق حق دار ته ورسوو      

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رییس نعیم ایوب زاده څرګنده کړې، چې په ټاکنیزو مرکزونو کې محلونو ته ځانګړتیا وربښل؛ منطقي بنسټ نلري. مونږ اندېښمن یو، چې دا کار به درغلیو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه، چې د تېروتنو محاسبه درغلۍ ته زمینه برابروي.     

دا بنسټونه وایي، څه ناڅه دوه سوه ولسوالیو ته په منظم ډول مواد ندي رسیدلي او په ځینو ناامنو ولایتونو کې مخابراتي شبکې هم غیر فعالې دي.

د افغانستان د څار بنسټ غړی حبیب شینواري ویلي؛ هیله من یو، چې د شکایتونو د ټاکنیز کمیسیون پرېکړې د هغو نوماندانو په اړه، چې دولتي او حکومتي امکانات یې ناوړه کارولي؛ رڼې او خپلواکې وي. دا پرېکړې نن یا سبا له ټاکنو مخکې باید ښکاره شي.              

د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې غړی خلیل رووفي   وایي؛ څه نا څه دوه سوه ولسواليو ته اساس ټاکنیز توکي لیږل شوي او تر پرونه هم دا توکي د دغو ولسوالیو رای مرکزونو او محلونو ته ندي رسیدلي.             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وایي؛ د تلې پر شپږمه د ټاکنو تر سره کیدو ته سل په سلو کې چمتووالی نیول شوی.

امنیتي بنسټونه وایي، د چارشنبې له ورځې یې د ټاکنیز بهیر د امنیت ساتنې چاره پیل کړې؛ ټول هوایي او ځمکني ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او د تلې شپږمې ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره تر وروستي بریده هلې ځلې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خلکو غوښتي، چې د تلې پر پېنځمه او شپږمه ښارونو او ولایتونو ته خپل تګ راتګ ودروي او په ټاکنو کې برخه وانخلي؛ خو یوناما له طالبانو غوښتي، چې ټاکنې باید ګدوډې نکړي.

Trending

Exit mobile version