تازه خبرونه

ټاکنڅاري بنسټونه د اساسي توکو د کڅوړو او لیږد پر بهیر اندېښمن شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو څارونکیو بنسټونو ویلي؛ د ټاکنو د اساسي توکو د کڅوړو او بستو جوړولو له بهیر څخه څارنه نه کیږي او نه پوهیږي، چې دغه توکي ولایتونو ته څه ډول لیږدول کیږي.

د افغانستان ټولو ولایتونو ته د ولسمشریزو ټاکنو اساسي توکي لیږل کیږي. دغه توکي کڅوړه کیږي او د وږي تر دوه ویشتمې پورې به ولایتونو ته واستول شي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ غړی حبیب شینواری وايي، چې ولایتونو ته د ټاکنیزو اساسي توکو د لیږد له بهیر څخه څارنه، نه کیږي او کمیسیون هم په دې اړه راپور ورکولو ته چمتوالی نلري.

هغه زیاتوي؛ کمیسیون له مهالوېش سره سم ندی توانیدلی، چې اساس ټاکنیز توکي ولایتونو ته ولیږدوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې نن کندهار، زابل، هلمند او روزګان ولایتونو ته ټاکنیز توکي لیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، چې د وږي تر دوه ویشتمې پورې له کابل څخه د  ټولو ولایتونو مرکزونو ته او د تلې تر پېنځمې د ولایتونو له مرکزونو څخه ټولو محلونو ته ټاکنیز توکي ولیږدوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي؛ امنیتي بنسټونو ډاډ ورکړی، چې د اساسی توکو د لیږد امنیت به خوندي کوي.

له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه؛ په بایومتریک دستګاوو کې ځينې تخنیکي ستونزې را منځته شوي، چې ولایتونو ته یې په لیږد کې یو څه ځنډ راغلی دی، خو اوس اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا ستونزه حل شوې بولي.

Trending

Exit mobile version