تازه خبرونه

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شکایتونو څېړنه پیل کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دغه کمیسیون مسوولینو ويلي؛ دغه کمیسیون ته ټول ټال شپاړس زره او پېنځه سوه شکایتونه ور رسیدلي، چې د اټکل خلاف شمېر یې ډېر دی.

په درې ورځو کې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د ټاکنډلو لخوا شپاړس زره او پېنځه سوه شکایتونه ثبت شوي دي.

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسولین د شکایتونه دغې لوړې شمیرې هک حیران کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ريیسه زهره بیان شینوارې ویلي؛ د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونه پېنځلس ورځې وخت لري، چې دا شکایتونه وڅېړي او که اعتراض کوونکي قناعت ونکړي، پېنځلس نورې ورځې به په مرکزي کمیسیون کې څېړل کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی محمد قاسم الیاسي  ویلي؛ درې زره اووه شپېته شکایتونه دولت جوړوونکې، اته زره شکایتونه ثبات او همپالنې، څلور زره او څلور سوه شکایتونه د سولې او اسلامي عدالت او پېنځلس شکایتونه د امنیت او عدالت ټاکنډلو د ټاکنیز شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو شکایتونو څخه دوه زره درې سوه په کابل او څوارلس زره دوه سوه په ولایتونو کې څېړل کیږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو رییسه صغرا سعادت  وايي، چې که شکایتونه په دقیق ډول وڅېړل شي؛ ټاکنې دوه یم پړاو ته تلونکې دي.

د چارشنبې پر ورځ دولت جوړوونکې ډلې هم د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه وغوښتل، چې شپږ اتیا زره رایې تفیتش کړي؛ ځکه، چې دغه رایې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا بې اعتباره شوې دي. دې ډلې زیاته کړې، چې په ننګرهار کې یې هم نهه زره رایې ورکې شوې دي.

Trending

Exit mobile version