تازه خبرونه

ټاکنیز کمیسیونونه د رایو په اړه ګډې پرېکړې ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکنیز کمیسیونونه وایي؛ هغه رایې، چې په بایومتریک سیستم کې ندي شاملې او شکایت یې هم په تړاو نه وي شوی او سربېره پر دې یې د رای مرکزونو رییسان تائید کړي، د اعتبار وړ دي.

درې ورځې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون هغه رایې، چې بایومتریک شوي ندي؛ بې اعتباره اعلام کړې، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې دا اقدام په خپلو چارو کې مداخله وګڼله او وروسته دواړو خواوو یو ګډ کمیسیون جوړ کړ، چې په کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له خپلې لومړنۍ پرېکړې تېر شو او دواړه کمیسیونونه د رایو په اړه ګډې پرېکړې ته ورسیدل.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وایي، هغه رایې د باور وړ ندي، چې بایو متریک شوې نه وي؛ خو که تائید شي، د حساب وړ دي.      

دغه ټاکنیز بنسټونه مني، چې په ځینو ساحو کې بایو متریک دستګاوو کار ندی کړی؛ خو په خبره یې په زیاترو نورو مرکزونو کې له بایومتریک دستګاوو کار اخیستل شوی دی.

د تاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي، بایو متریک د سیاسي ګوندونو د غوښتنو له مخې ومنل شو، چې د درغلیو مخنیوی وشي.        

 سیاسي ګوندونو او بهیرونو له وړاندې خبرداری ورکړی و؛ هغه رایې به ونه مني، چې له بایومتریک سیستم تېرې شوې نه وي.ان د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د ټاکنو پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي وه، چې د ولسي جرګې دا ټاکنې ملنډې او یوه خونړۍ لوبه ده.

Trending

Exit mobile version