تازه خبرونه

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د رایو ټول سندونه سپاروـ د ټاکنو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه ژمنه کړې، چې د ۶۵ سلنه بایومتریک شویو او ۳۵ سلنه بې بایوو متریک رایو سندونه به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

د آریانا نیوز د موندنو له مخې؛ د رایو ورکولو له پېنځه سوه اته پنځوس مرکزونو څخه یوازې په دوه سوه دوه هغو کې د ولسي جرګې ټاکنې له ننګونو پرته تر سره شوي، خو د رایو ورکولو په درې سوه شپږ پنځوس مرکزونو کې ټاکنې له ستونزمن حالت سره مخ شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تازه څرګندونو له مخې؛ د دواړو کمیسیونو د هوکړې له مخې؛ به د بایو متریک شویو او له بایو متریک پرته د ترسره شویو رایو سندونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیونه ته وسپارل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: پرېکړه شوې، چې د کابل د ولسي جرګې د رایو پر باطلیدو له سره بیا کتنه وشي او مونږ په دې بهیر کې خپلې مرستې ته ژمن یو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، که د ټاکنو خپلواک کمیسیون اسناد د ټاکنو روڼتیا تضمین کړي، د کابل ټولې رایې به باطلې نشي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي وایي: که اسناد او د رایو بېرته شمېرل رڼښت وښيي، مونږ به د خپلې پرېکړې په لومړي بند کې تعدیل راولو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د مدني ټولنو او ګوندونو په یوه مشورتي ناسته کې هم ټینګار شوی، چې دا کمیسیون به یوازې بایومتریک شوې رایې ومني؛ خو ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دا خبره ونه منله.

د افغانستان روڼتیا څار رییس سید اکرام افضلي وايي: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید پرخپله پرېکړه، چې په کې د کابل د ولسي جرګې رایې باطلې اعلام شويو؛ کلک ودریږي. پرته لدې به د ګوندونو له فشارونو سره مخ شي او د اړوند ټاکنو له ترسره کولو پرته به د حل بله لار ونلري.         

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د کابل رایې باطلې کړي دي؛ خو د حکومت له منځګړیتوب وروسته دې بنسټ له دې پرېکړې په شاتګ وکړ او اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سندونو د څېړلو نیت لري.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version