تازه خبرونه

ټاکنیز کمیشنران نشي کولی له هېواده ووځي- ولسمشر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له ولسمشر څخه په ورسیدلي حکم کې راغلي؛ تر هغۍ، چې د ولسي جرګې ټاکنې یو طرفه شوي نه وي، هیڅ کمیشنر نشي کولی له هېوادوه ووځي.

د ولسمشر تازه پرېکړه له هغې وروسته ټاکنیز کمیسیون ته ولیږل شوه، چې یوه کمیشنر بهر ته د سفر لپاره رخصتي وغوښته؛ خو ولسمشر امر وکړ، چې هیڅ کمیشنر نشي کولی د ولسي جرګې د وروستیو پایلو له اعلام مخکې بهر ته سفر وکړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرانو هم دا فرمان ومانه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي؛ د ټاکنو کمیشنرانو د ولسمشرۍ فرمان تر لاسه کړی، چې په کې داغلي؛ د پارلماني ټاکنو تر پایه اړوند کمیشنران له هېواده بهر سفر نشي کولي او منل شوې هم ده.         

ځینې حقوق پوهان وايي، د قانون له مخې، ولسمشر د حکومتي غړیو او خپلواکو ادارو د کارکوونکیو د ممنوع الخروج کیدو واک نلري او دا یوازې د لویې څارنوالۍ کار دی؛ خو لویه څارنوالي په دې اړه څه نه وایي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه یي وایي: د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې که ولسمشر له قانونه پورته پرېکړه وکړي باید، چې محاکمه شي؛ خو په افغانستان کې له کلونو راپدیخوا داسې بنسټ ندی رامنځته شوی، چې له ولسمشره پوښتنه وکړي او دا ځواک د درناوي وړ پاتې دی.             

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام سره اعتراضونه پیل شول او معترضو نوماندانو او دغه راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانیو چارواکو د ټاکنو کمیسیون د کمیشنرانو او رییس د محاکمې غوښتنه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس نجیب الله احمدزی وایي: دا، چې دوی ته له هېواده د وتلو اجازه باید ورنکړ شي له شک پرته ښه پرېکړه ده؛ خو ولسمشر باید لدې مخکې د دغو کمیشنرانو د شړلو پرېکړه کړې وای.           

دې سره په یوه وخت ویل کیږي، چې حکومت د ټاکنو قانون د تعدیل پر طرحه کار کوي او د دې طرحې له عملي کیدو سره به د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران له دندو لیرې شي؛ خو ټاکنیز بنسټونه وایي، د قانون خلاف هیڅوک واک نلري، چې دوی ګوښه کړي.

Trending

Exit mobile version