تازه خبرونه

ټاکنیزې درغلي څرګند جرم دی- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ( د تلې ۶) د رولا غني په ګډون له خپلې ټاکنیزې ډلې سره د کابل په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله.

ښاغلی غني وایي، په ټاکنیز بهیر کې درغلي څرګند جرم یاد شوی دی.

له رای اچونې وروسته ولسمشراشرف غني څرګنده کړه، چې ټاکنیزه درغلي یوه سره کرښه ده او د داسې جرمونو مرتکبینو ته ځانګړې جزاوې ورکول کیږي.

هغه له امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه او وایي، چې له ټاکنو څخ د ملاتړ لپاره یې ښه امنیت برابر کړی دی.

سربیره پردې، هغه ویلي، چې افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د بودجې د سترې برخې په برابرولو کې برخه اخیستې.

هغه د اروپايي اتحادیې، جاپان، امریکا او نورو نړیوالو ملګرو څخه د انتخاباتي بهیر له ملاتړه هم مننه وکړه.

دغه راز ولسمشر غني د ورځې تر پایه د زیاتو رایو ورکولو تمه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې هر شکایت باید وڅېړل شي.

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح د ولسواکۍ پر نظام ټینګار څرګند کړ او د ټاکنو د زمینې په برابرولو کې یې له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او وایي، چې له همدې کبله یې د ټاکنو تر سره کیدو ته هڅې کړي او افغان ملت نن په ډاګه کړه، چې دوی د خپلې رایې له کارولو سره سم له جمهوري نظامه هم ملاتړ کړی دی.

د یادونې ده، چې د اشرف غني په څېر نورو نوماندانو او مرستیالانو او پلویانو یې د رایو ورکولو مرکزونو ته مراجعه کړې، چې وکړای شي له خپلو سیالانو مخکې او ولسمشرۍ ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version