تازه خبرونه
ټاکنیزې درغلي څرګند جرم دی- غني
ښاغلی غني وایي، په ټاکنیز بهیر کې درغلي څرګند جرم یاد شوی دی.
له رای اچونې وروسته ولسمشراشرف غني څرګنده کړه، چې ټاکنیزه درغلي یوه سره کرښه ده او د داسې جرمونو مرتکبینو ته ځانګړې جزاوې ورکول کیږي.
هغه له امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه او وایي، چې له ټاکنو څخ د ملاتړ لپاره یې ښه امنیت برابر کړی دی.
سربیره پردې، هغه ویلي، چې افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د بودجې د سترې برخې په برابرولو کې برخه اخیستې.
هغه د اروپايي اتحادیې، جاپان، امریکا او نورو نړیوالو ملګرو څخه د انتخاباتي بهیر له ملاتړه هم مننه وکړه.
دغه راز ولسمشر غني د ورځې تر پایه د زیاتو رایو ورکولو تمه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې هر شکایت باید وڅېړل شي.
د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح د ولسواکۍ پر نظام ټینګار څرګند کړ او د ټاکنو د زمینې په برابرولو کې یې له امنیتي ځواکونو مننه وکړه او وایي، چې له همدې کبله یې د ټاکنو تر سره کیدو ته هڅې کړي او افغان ملت نن په ډاګه کړه، چې دوی د خپلې رایې له کارولو سره سم له جمهوري نظامه هم ملاتړ کړی دی.
د یادونې ده، چې د اشرف غني په څېر نورو نوماندانو او مرستیالانو او پلویانو یې د رایو ورکولو مرکزونو ته مراجعه کړې، چې وکړای شي له خپلو سیالانو مخکې او ولسمشرۍ ته ورسیږي.