تازه خبرونه
ټاکنیزې ډلې او ګوندونه له واکه د اشرف غني د لیرې کولو هڅې کوي
د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۵) د حزب وحدت اسلامي ګوند سیاسي غونډې ته راغلیو سیاستوالو او د ولسمشرۍ نوماندان په خپلو خبرو کې پر تر سره شویو ولسمشریزو ټاکنو راوڅرخیدل.
د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د تقلب له لارې واک ته د اشرف غني رسیدل ناممکن دي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیارهم ويلي؛ اوسنی حکومت باید یوه داسې حکومت ته ځای پریږدي، چې د شفافو ټاکنو او سولې ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی رایې غلا کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوه یم پړاو ته د ټاکنو پر ځای باید ټولې رایې له سره وشمارل شي.
سیاسي رهبران هم ټينګار کوي، چې محمد اشرف غني باید له واکه لرې شي.
د جمعیت اسلامي مرستیال احمد ضیا مسعود ویلي، مونږ کولی شو هغه له واکه لیرې کړو؛ یوه اوونۍ هم مقاومت نشي کولي.
د دولت جوړوونکې ټاکنډله دغه تورونه بیځایه ګڼي او ټينګار کوي، چې واک ته د رسیدو لار یوازې ټاکنې دي.