1393ټاكنې

ټاکنې به دوه يم پړاو ته ولاړې شي- حبيبه سرابي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زلمي رسول تیم په دې باور دى، چې ټاكنې دوه یم پړاو ته تلونكې دي.

د زلمي رسول دوه يمه مرستیاله حبیبه سرابي وایي، چې د رای ورکوونکيو رایې د درې نوماندانو تر منځ وېشل شوي او د دې امکان شته، چې ټاکنې دوه يم پړاو ته ولاړې شي.

حبیبه سرابي د ټاکنو خپلواک کمیسيون د پرېکړو درناوي کوي.

شېرزی یوازنی نوماند دی، چې د ولسشمریزو ټاکنو د درغلیو په اړه خبري کوي او وایي، چې دا ټاکني له درغلیو ډکي وې او د هغو د پایلو په اړه هم شکمن دى.

دا په داسي حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ ټاکنې د یو شمېر نومادانو او مدني ټولنو لخوا وستایل شوې او یو زیات شمېر په دې اند دي، چې په ټاکنو کې درغلۍ تر هغه حده ندي، چې د ټاکنو رڼښت تر پوښتنو لاندې راولي.

Trending

Exit mobile version