بلخ @ps
ټاکنې باید د خلکو په خوښه تر سره شي
د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف، چې محمد محقق، عطامحمد نور او بابر فرهمند یې همغږي دي اعلان وکړ، چې که قیصاري راخوشي او د جنرال دوستم راتګ ته زمینه برابره نشي؛ دوی به په شمال کې د ټاکنو مخه ونیسي.
دوی په خپله تازه ناسته کې دا هم ویلي، چې خپل هېواد ته باید جنرال دوستم را وستل شي.
د ائتلاف یو اړخ عطامحمد نور د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۷) په مزار شریف کې جوړې کړې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د مشرتابه دغه ستونزه باید حل او ټاکنې باید د خلکو په خوښه تر سره شي.
هغه د ولسمشر وروستیو پرېکړو ته په اشاره کې وویل، چې قومي یووالی په افغانستان کې زیانمن شوی او هیڅوک د چا د تبعید حق نلري.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې د نظام الدین قیصاري نیول د قانون خلاف کار دی.
عطامحمد نور په دې اړه که څه هم د چا نوم یې یاد نه کړ؛ دا سې وویل، چې یو مشهور قاتل ته په کابل او ولایتونو کې د ځای او د دفتر لپاره میلیونونه دالر لګښت ورکول کېږي او اوتو کړي له زندانونو خوشې کیږي؛ خو یو بل د تروریستانو ضد کس د اوباش په نوم زنداني کېږي.
د یاد ائتلاف د مشرتابه یو بل غړي محمد محقق وویل: د اصلاحاتو او همګرایۍ تیم وزیران په دندو کې له خوندیتوبه بې برخې دي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې جنرال دوستم نه د امنیت شورا له خوا او نه هم د محاکمو د پرېکړې پر بنسټ تبعید شوی، بلکې د محمد اشرف غني شخصي نیت او د هغه ور چاپېره کړۍ هغه له هېواد او خلکو لیرې کړی دی.
نوموړي دا هم ویلي، چې له دې مخکې مو ویل، چې باید راشي؛ خو اوس به یې راولو.
د دغه ائتلاف لپاره د مشرتابه د یوه بل اړخ غړی بابر فرهمند ویلي، چې نړۍ باید د افغانستان خلکو ته خپل سیاست روښانه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ائتلاف د مشرتابه غړیو حکومت د خپلو غوښتنو او پوښتنو لپاره د لاریونونو پر پراخولو او د ټاکنو په نه تر سره کولو ګواښلی دی.