تازه خبرونه

ټاکنې د سږ کال د تلې په ۲۸ تر سره کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره کیږي.

کمیسیون د یادې ورځ  لپاره د ټاکنو تر سره کیدو ته تیاری پیل کړ او غواړي، چې د شنبې پر ورځ(د وري ۱۱) د ټاکنو مهالوېش په رسمي ډول اعلام کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي: د ټاکنو د نېټې له اعلام سره د ټاکنو د ترسره کیدل، د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نومونو لیکل او د اسنادو د لیدلو د وخت په اړه به ډېر ژر خلکو ته هر څه په ډاګه شي.  

هغه زیاتوي، که په دې نېټه ټاکنې ونه شي؛ شونې نه ده، چې بیا دې په روان کال کې ټاکنې تر سره شي.

نړیوالې ټولنې هم د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې د ټاکنو  تر سره کیدو ته سره کرښه ایستلې او د ټاکنو ځنډیدل د افغانستان په خیر نه بولي.

په کابل کې د اروپایی تولنې سفیر پیري مایدون ویلۍ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ۱۵ میلیون یورو ځانګړي شوې دي.

د نوموړي په وینا؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید په ۲۰۱۸ کال کې تر سره شي، هیڅ بل پلان او انتخاب نشته. دا مهال د دې کار د تر سره کیدو ظرفیت لرو. مونږ د نړیوالې ټولنې غبرګون دا ډول اټکلوو، چې ټاکنې باید د اکتوبر په میاشت کې تر سره شي له دې پرته به وضعیت ډېر ترینګلی او جدي شي.

 امنیتي بنسټونه هم د ټاکنو پر امنیت کار کوي له همدې کبله پتېل شوې، چې د نصرت عملیاتو په اډانه کې به هغه ګواښونه له منځه یوړل شي، چې د  رایو ورکولو له زر ډېر مرکزونه ور سره مخ دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: حکومت د ټاکنو مالي او امنیتي چمتووالی لري؛ دا یوه اړتیا ده او تر سره کول یې اړین دي. که تر سره نشي افغانستان زیانمن کیږي او حکومت یې تر سره کولو ته بشپړه سیاسي اراده لري.        

دا درېیم  ځل دی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نېټه ټاکي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د وري په ۲۵ د رایه ورکوونکیو نوملیکنه هم پیل کړي. که څه هم د تلې اته ویشتمې ټاکنو ته  لومړني کارونه پیل شوي؛ خو اوس هم سیاسي ډلې او د ټاکنو څارونکي بنسټونه باور نه لري، چې په دې ورځ کې دې ټاکنې وشي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version