1393ټاكنې
ټاکڼیزو مرکزونو او محلونو ته د ټاکنیزو توکو هوايي لیږد چټک روان دى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د آريانا نيوز خبريال شریف الله ویاند گزارش وركوي، چې:
د هرې ورځې په تېریدو ولسمشریزو ټاکڼو ته موده رالڼدیږي، خو د ټاکنیزو توکو د لیږد بهیر اوس هم نه دی بشپړ شوی.
د افغانستان هوایي ځواکونو قوماندان وایي، د چورلکو په وسیله ټاکڼیزو مرکزونو او محلونو ته د ټاکنیز توکو لیږد په چټکه توگه روان دى او دا بهیر به سبا چهارشنبه پای ته ورسیږي.
د افغانستان د هوایي ځوکوانو قوماندان تورن جنرال عبدالوهاب وردک وايي،د ټاکڼو خپلواک کمیسیون له پرېكړې سره سم د ۶۲ مرکزونو له ډلې یو شمېر زیاتو ته د چورلکو په واسطه ټاکنیز مواد ليږدول شوي دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مسوولین د ټاکنو د امنیت د خوندي کولو لپاره خپل چانیز عملیات هم پیل كړي دي.