تازه خبرونه

ټایلینډ پرسیلانیانو لګېدلي بندیزونه لرې کړل

Published

on

ټایلینډ نن (دوشنبه د لړم ۱۰) پر یو شمېر هېوادونو د سفر محدودیتونه لرې کړل.

د ټایلینډ پلازمېنه بنکاک نن د هغو سیلانیانو د لومړۍ څپې کوربه دی، چې د قرنطین له اړتیا پرته دې هیواد ته پر سفر راغلي دي.

ټایلنډ له ۱۸ میاشتو وروسته خپلې پولې د بهرنیو سیلانیانو پر مخ پرانیستې.

د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې تایلینډ ته له تګ مخکې باید مسافرو د کرونا ویروس واکسین کړی وي.

د ټایلینډ روغتیایي چارواکي ويلي، چې نن ۱۵۳۴ بهرنيان او ۸۹۰ ټایلینډیان په ۴۰ نړیوالو الوتنو کې بنکاک ته رارسېدلي دي.

دې هېواد د امریکا، چین او یو شمېر اروپایانو په ګډون له ۶۰ څخه پر ډېرو هېوادونو د سفر محدودیتونه لرې کړي دي.

د ټایلینډ د عایداتو یوه برخه له سیلانیانو ترلاسه کیږي؛ له درې میليون ډېر وګړي د ګرځندوى او سیاحت په برخه کې دندې لري او ويل کېږي، چې دغه هېواد د ګرځندوى له سکتور څخه په کال کې شاوخوا ٥٠ ميليارډ ډالر عايد لري.

ـــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ:

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version