نړۍ

ټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له خپل متحد بنیامین نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو دغه پخوانی لومړی وزیر د راتلونکې اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې د بریا لپاره د مخکښ کېدا هڅه کوي.

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا جګړه په اوومه میاشت کې ده او په ټوله نړۍ کې یې د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي او په منځني ختیځ کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړی؛ مهم بنسټونه یې زیانمن کړي او د سیمې اقتصادونه یې بې‌ثباته کړي دي.

هغه زیاته کړې:« له دې ټولو سره – سره نوموړي مقاومت کړی او په حقیقت کې لا پیاوړی شوی دی! ما بي‌بي نتانیاهو په تر ټولو سختو شرایطو کې لیدلی دی. عادي نرینه او ښځې به په داسې حالاتو کې د فشار پر وړاندې مات شوي وای؛ خو بي‌بي مات نه‌شو، بلکې پیاوړی شو او نن هم هماغه ځواک لري.»

ټرمپ په ټولنیزې‌پاڼې« ټروت سوشل» کې لیکلي:« بي‌بي نټانیاهو له سختو مخالفتونو سره – سره، چې ان د اسرائیلو له دننه هم ورسره مخ دی؛ پیاوړی، زړور او ځیرک پاتې شوی دی.»

ټرمپ په خپل پیغام کې، چې د اسرائیلو« ستر ولس» ته یې لیکلی؛ زیاته کړې:« مهرباني وکړئ، دا لیک د اسرائیلو د لومړي وزیر د بیا ټاکل کېدا په راتلونکو سیالیو کې د بي‌بي نټانیاهو لپاره زما د بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څرګندونه وګڼئ.»

د ټرمپ ملاتړ ښايي د اوکټوبر د اووه‌ویشتمې په ملي ټاکنو کې نټانیاهو او د هغه ښي اړخي لیکوډ ګوند ته د پام وړ ګټه ونه‌رسوي؛ ځکه د ایران په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اختلافونو له کبله د ټرمپ پر وړاندې د اسرائیلیانو ولسي ملاتړ کم شوی دی.

نظرپوښتنې ښيي، چې هیڅ نوماند واک ته د رسېدا روښانه لاره نه‌لري. په اسرائیلو کې لومړی وزیر د خلکو د مستقیمو رایو پر ځای په پارلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو له لارې ټاکل کېږي.

دا به د ۲۰۲۳ز. کال د اوکټوبر د اوومې د حماس له برید وروسته د اسرائیلو لومړنۍ ټاکنې وي؛ هغه برید، چې دغه هېواد یې ولړزاوه او منځنی ختیځ یې له کړکېچ سره مخ کړ. له دې وروسته اسرائیلو په غزه، لبنان او ایران کې جګړې وکړې.

د ټاکنو پایله ښايي څرګنده کړي، چې آیا نټانیاهو د اسرائیلو په تاریخ کې له خورا برخلیک ټاکونکو دورو وروسته په واک کې پاتې کېږي او که د منځلارو سیالانو له‌خوا ماتیږي؛ هغه سیالان، چې د نوي پړاو د پیلولو ژمنه کوي.

نټانیاهو سمدستي په ایکس‌پاڼه کې له خپل« ګران ملګري ډونالډ» څخه مننه وکړه او ویې لیکل:« مونږ به ګډ ماموریت بشپړ کړو!»

د راپور له مخې، ډېری اسرائیلیان ان هغه کسان، چې پر نټانیاهو او د هغه پر حکومت نیوکې کوي؛ تر ډېره د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړي وه.

په واشنګټن کې د کارنیګي د نړیوالې سولې بنسټ شنونکي آرون ډیویډ میلر ویلي:« په دومره نږدې ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ ملاتړ نټانیاهو ته زیان نه‌شي رسولی او ښايي مرسته ورسره وکړي.»

نظرپوښتنې اټکل کړی، چې د نټانیاهو مذهبي ملتپاله ائتلاف به په حکومت کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي؛ خو مخالفان هم ښايي د حکومت په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شي. په دې صورت کې کېدی شي نټانیاهو د نویو ټاکنو تر ترسره کېدا پورې سرپرست لومړي وزیر پاتې شي.

میلر ویلي، چې د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم له نټانیاهو څخه د ملاتړ اعلانولو فرصتونه درلودل؛ خو دا کار یې ونه‌کړ. ښايي غوښتل یې وګوري، چې غزې او لبنان ته په ورته موضوعاتو کې د فشار له کومو وسیلو کار اخیستلای شي.

د نوموړي پر وینا، ټرمپ په پای کې د داسې یوه مشر ملاتړ وکړ، چې هغه یې پیاوړی او ناعادلانه تر فشار لاندې ګڼي.

میلر زیاته کړې:« که څه هم ټرمپ ښايي د ایران د جګړې د پیلولو لپاره د نټانیاهو له هڅو ناخوښ وي، خو په پای کې دا د ټرمپ خپله پرېکړه وه.»

هغه ویلي، که ټرمپ له نټانیاهو څخه ملاتړ نه وای اعلان کړی؛ نو دا به یوه پر ځای پوښتنه راپورته کړې وای، چې آیا په ټوله کې د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه د ټرمپ له‌خوا سمه وه او که نه.

Trending

Exit mobile version