تازه خبرونه

ټرمپ د اف‌بي‌آی لپاره کاش پټل ونوماوه

ډونلډ ټرمپ په ډاګه کړې، چې د FBI د راتلونکي رییس په توګه یې د کاش پټل د نومولو پرېکړه کړې ده.

Published

on

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د نوي مدیریت لپاره خپل غوراوی اعلان کړ.

ډونلډ ټرمپ په ډاګه کړې، چې د FBI د راتلونکي رییس په توګه یې د کاش پټل د نومولو پرېکړه کړې ده.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي؛ ویاړم، چې ۴۴ کلن کش پټل به د تحقیقاتو فدرالي ادارې د راتلونکي رییس په توګه دنده ترسره کړي.

دغه راز د FBI اوسنی رییس کریسټوفر ری باید له دندې ګوښه شي او یا ووځي.

کریسټوفر په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ لخوا دغه مقام ته ټاکل شوی و او د خپلې لس کلنې دورې درې کاله یې پاتې دي.

پټل، چې هندي نژاد دی؛ د ټرمپ په لومړي پېر کې یې غوښتي وه، چې د FBI د استخباراتو راټولولو هڅې ودروي او له هر هغه کارمند څخه یې پاکه کړي، چې د ټرمپ د اجنډا ملاتړ نه‌کوي.

هغه د اف‌بي‌آى د ریاست د ترلاسه کولو لپاره د امریکا د مشرانو جرګې تصویب ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ د ری د ماموریت پر مهال په پنسلوانیا کې د ټاکنيزو کمپاینونو پر مهال د وژونکي برید هدف وګرځېد او پر غوږ ټپي شو.

Trending

Exit mobile version