نړۍ
ټرمپ د انټوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړل
رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت د پخواني وزیر انټوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سالیوان امنیتي باور لیکونه لغوه کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی؛ دا اقدام یوه ورځ له هغې وروسته تر سره کیږي، چې ټرمپ وویل: هغه د مخکیني ولسمشر جو بایډن امنیتي باور لیک لغوه کړ او ورځني استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی یې هم ترې پرې کړی دی.
چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، چې ټرمپ د بایډن د مرستیالې لویې څارنوالې لیزا موناکو لپاره امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړل؛ چا، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د ټرمپ د ملاتړو لخوا د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د بریدونو په اړه د عدلیې وزارت د غبرګون په همغږۍ کې مرسته کړې وه.
دوی ویلي، چې ټرمپ د نیویارک د لویې څارنوالۍ د څارنوالې لټیتیا جیمز او د مانهاټن د سیمې د څارنوال آلون براګ اعتبار لیکونه هم لغوه کړل، چې دواړه د ټرمپ پر وړاندې د قضیو مشري کوله.
که څه هم د باور لغوه کول ممکن سمدستي اغېزې ونلري؛ دا په واشنګټن کې د مخ پر زیاتېدونکي اختلاف یوه بله نښه ده. د امریکا پخوانیو ولسمشرانو په دودیز ډول امنیتي ناستې تر سره کولې، چې وکولی شي اوسنیو ولسمشرانو ته د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په اړه مشوره ورکړي.
په ۲۰۲۱ کال کې بایډن ، چې هغه مهال ولسمشر و د ټرمپ امنیتي باورلیک لغوه کړ.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هیکزټ تېره میاشت د متقاعد ستر درستیز او د ګډو ځواکونو د پخواني مشر مارک میلي شخصي امنیتي باور لیکونه هم لغوه کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ میلي، چې د ټرمپ د لومړي پېر په ځینو برخو کې یې د امریکا د لوړ پوړي پوځي افسر دنده ترسره کړې، د بایډن په حکومت کې یې د هغه یو له مخکښو منتقدینو څخه و. کله، چې هغه په ۲۰۲۳ کال کې د ۴ ستورو د لرونکي جنرال په توګه متقاعد شو.
د بایډن ډېری ډیپلوماټانو د ټرمپ له نويو چارواکو سره د جنورۍ له شلمې (د ټرمپ له واک اخیستلو) په مخکینیو اوونیو کې د اوکراین او روسیې د جګړې په ګډون پر مسایلو ګډ کار کړی و.
ویل کیږي، چې انټونیو بلینکن سمدستي په دې اړه تبصره نده کړې.