نړۍ

ټرمپ د ایران د ګواښ له کبله په بله الوتکه کې له ترکیې څخه پټ وتلی و- واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ لیکلي: سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وه، چې ټرمپ له ترکیې څخه په« ایرفورس ون» الوتکه کې وتلی؛ خو د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، هغه په انقره کې پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې ته له ختلو وروسته پټ د خوړو د لېږدولو په یوه موټر کې یوې کوچنۍ C-32A پوځي الوتکې ته لېږدول شوی و.

Published

on

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د ایران له لوري د ترور د ګواښ له کبله په پوځي الوتکه کې له ترکیې څخه پټ وتلی و.

واشنګټن پوسټ لیکلي: سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي وه، چې ټرمپ له ترکیې څخه په« ایرفورس ون» الوتکه کې وتلی؛ خو د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، هغه په انقره کې پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې ته له ختلو وروسته پټ د خوړو د لېږدولو په یوه موټر کې یوې کوچنۍ C-32A پوځي الوتکې ته لېږدول شوی و.

ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره په هغې نوې الوتکه کې انقرې ته تللی و، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې او تازه بیارغول شوې وه؛ خو له ترکیې څخه د وتلو پر مهال یې له پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکې کار واخیست.

د واشنګټن پوسټ د څرګندونو له مخې، دا کار د ټرمپ پر وړاندې د یوه ګواښ له کبله شوی و.

زړې« ایرفورس ون» الوتکې په دې عملیاتو کې د« تېر ایستونکې الوتکې» رول درلود، چې د ټرمپ تګ پټ پاتې شي.

هغه خبریالان، چې فکر یې کاوه له ټرمپ سره په زړه الوتکه کې سفر کوي؛ د الوتنې پر مهال اړ کړ شول، چې د خبریالانو د برخې د کړکیو پردې تړلې وساتي. ان د سپینې ماڼۍ ځینو کارکوونکي هم نه پوهېدل، چې ټرمپ په الوتکه کې نه‌و.

ټرمپ وروسته د خبریالانو له‌خوا د پردو د تړلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، ښايي هغوی په «یوه خطرناکه الوتنه» کې ول. هغه زیاته کړې:« خو که زه لاړ شم، تاسې هم ځئ، سمه ده؟»

د ټرمپ سپرلۍ C-32A الوتکه د شپې شاوخوا ۱۰:۲۰ بریټانیا ته ورسېده او پخوانۍ« ایرفورس ون» الوتکه څو دقیقې وروسته ورسېده. څرګنده نه‌ده، چې ټرمپ څنګه بېرته پخوانۍ الوتکې ته لېږدول شوی و.

ټرمپ له پخوانۍ الوتکې څخه له کښته کېدو وروسته په بریټانیا کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره وکتل او بیا هغې نوې الوتکې ته ولاړ، چې قطر امریکا ته ډالۍ کړې ده.

سپینې ماڼۍ د دې راپور په غبرګون کې ویلي، نوې الوتکه پر پرمختللیو امنیتي سیسټمونو سمبال ده او د ولسمشر د خوندي ساتلو لپاره د شته ټولو امکاناتو څخه کار اخیستل کېږي.

نوې الوتکه بوینګ ۷۴۷ ده، چې تېر کال قطر امریکا ته ډالۍ کړې او د «ال۳ هېریس ټکنالوژیز» دفاعي شرکت له‌خوا بیا رغول شوې ده.

ټاکل شوې دغه الوتکه لنډمهاله د« ایرفورس ون» پر بڼه وکارول شي؛ تر هغې، چې د امریکا د ولسمشرۍ نوې الوتکې چمتو شي.

Trending

Exit mobile version