سیمه ییز خبرونه
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.
نیویارک ټایمز د امریکا د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه نیولې ده.
په می میاشت کې اسرائیلو د ایران د اټومي وسلو تولیدي وړتیا د کمزوري کولو لپاره پر اړوند مرکزونو د برید پلانونه جوړ کړي وه.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا مرسته نه یوازې د ایران د غچ اخیستنې پر وړاندې د اسرائیلو د دفاع لپاره، بلکې د برید د بریالیتوب ډاډمنولو لپاره هم اړینه ده.
له میاشتو – میاشتو داخلي بحثونو وروسته ټرمپ پرېکړه وکړه، چې د پوځي اقدام ملاتړ کولو پرځای له ایران سره خبرې اترې وکړي.
امریکا او ایران تېره شنبه په عمان کې خبرې اترې پیل کړې. دواړو هېوادونو خبرې اترې “مثبتې” او “رغنده” ګڼلي دي.
د خبرو اترو دوهیم پړاو د شنبې پر ورځ ټاکل شوی او راپورونه ښيي، چې دا ناسته به احتمالاً د ایټالیا په پلازمېنه کې ترسره شي.
