تازه خبرونه
ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د فرانسې د روان تاوتریخوالي پړه پر کډوالو واچوله
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو لهخوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو ته د نغوتې پر مهال، د کډوالۍ په اړه له سختو تګلارو څخه د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي. نوموړی د نومبر درېیمې منځمهالو ټاکنو ته په درشل کې هڅه کوي، چې د جمهوريپال ګوند ملاتړ زیات کړي؛ خو نظرپوښتنې ښيي، چې دغه ګوند له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د کانزاس ایالت په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې فرانسه د« کډوالو، جهادیانو او کمونیستانو لهخوا نیول کېږي، لوټل کېږي او په بشپړه توګه سوځول کېږي».
هغه زیاته کړې، اداره به یې په امریکا کې د ورته پېښو د رامنځته کېدا اجازه ورنهکړي.
ټرمپ له دې مخکې هم د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د خبرو یادونه کړې وه او ادعا یې کړې، چې فرانسې ته د ګڼشمېر کډوالو د ورتګ اجازه ورکول یوه تېروتنه وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاریس به ډېر ژر« یو مسلمان ښار» شي.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ په« ټروت سوشیل» پاڼه کې هم له فرانسې غوښتي، چې خپلې پولې وتړي.
هغه ادعا کړې، چې کډوالو د دغه هېواد واک تر لاسه کړی دی.
د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا په غبرګون کې د تېرې اوونۍ له پای راپدېخوا د فرانسې په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه وشول، چې ځینې یې پره لوټمارۍ او له پولیسو سره پر نښتو واوښتل.
فرانسوي چارواکو د دوشنبې پر ورځ د ناارامیو د مهارولو لپاره په ځینو سیمو کې د شپې ګرځبندیزونه ولګول.
ټرمپ له دغو پېښو څخه د کډوالۍ د محدودوونکو تګلارو د ملاتړ لپاره کار اخلي، چې په ۲۰۲۴ز.کال کې یې سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدا په بریا کې مرسته کړې وه.
شنونکو ويلي؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي، چې غواړي په اروپا کې روانې پېښې د امریکا لپاره د خپل ټاکنیز کمپاین پر موضوع بدلې کړي.
د جرمني مارشال صندوق لوړپوړي څېړونکي جيسي لینټزنیچ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:« هغوی د فرانسې دغه کړکېچ پر ټاکنیز بحث بدلوي.»
اروپا د امریکا د ټاکنو د بحث برخه ګرځي
د نومبر د درېیمې د ټاکنو په درشل کې نظرپوښتنې ښیي، چې د ډیموکراټ ګوند د بریا د احتمال له زیاتېدا سره؛ ټرمپ او متحدینو یې د جمهوريپال ګوند او د« امریکا بیا ستره کړئ (MAGA) » غورځنګ پر ملاتړ د رایورکوونکو د راټولولو هڅې زیاتې کړې دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د امریکا بهرني سیاست استاد جسټین ویس وايي؛ اروپا له ډېرې مودې راپدېخوا د امریکا د سیاسي بحثونو؛ «امریکا بیا ستره کړئ» غورځنګ یوه برخه ده.
د ټرمپ مرستیال جيډي ونس هم د شنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې د دې موضوع په اړه څرګندونې وکړې.
هغه ولیکل، چې لویدیځ لیبرالانو« درېیمه نړۍ فرانسې ته راوړې ده» خو د کلتوري ادغام او کلتوري ورتهوالي موضوعاتو ته یې پام نهدی کړی.
اقتصاد اوس هم د رایورکوونکو اصلي اندېښنه ده
د پیو څېړنیز مرکز په یوه تازه نظرپوښتنه کې، چې روانه میاشت خپره شوې؛ موندل شوې، چې د امریکا ۸۲ سلنه رایورکوونکو د رای ورکولو پر مهال اقتصاد مهم بللی. په داسې حال کې، چې ۵۹ سلنه د کډوالۍ او ۳۶ سلنه د نژاد اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړی دی.
که څه هم ټرمپ د کډوالۍ پر وړاندې هغه سخت اقدامات پیل کړي، چې د ۲۰۲۴ز.کال په ټاکنیز کمپاین کې یې ژمنه کړې وه؛ خو د انفلاسیون د کمولو په برخه کې یې خپلې ژمنې پوره کړې نهدي.
د راپور له مخې، د نوموړي تعرفوي تګلارو او له ایران سره جګړې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د بیو لوړېدا ته لمن وهلې ده.
دغه راز د ټرمپ د کاري تائید کچه هم تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوې ده.
ویس استدلال کوي، چې د امریکا له کلتوري او هویتي بحثونو سره د فرانسې د ناآرامیو تړل ښايي جمهوريپال ګوند ته نوې رایې ورنهکړي؛ خو د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا موضوع د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د ټرمپ د اوسنیو پلویانو د هڅولو لپاره کارېدلی شي.