بی بی سی پښتو

ټرمپ قاضۍ برټ د سترې محکمې غړیتوب ته نومولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۶, ۱۳۹۹)
Getty Images
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د سترې محکمې غړیتوب ته د قاضۍ برټ غړیتوب اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قاضۍ ایمي باریټ په ستره محکمه کې د مړې شوې قاضۍ روت بیدر گینزبرگ ځایناستې ټاکلې ده.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د دغې قاضۍ د ټاکل کېدو اعلان وکړ. اغلې باریټ د استیناف محکمې یوه پخوانۍ قاضۍ ده.

که د امریکا مشرانو جرګه کې قاضي باریټ ومنله شي، هغه به د قاضۍ روت بیدر ګینزبرګ ځایناستې شي.

قاضۍ روت بیدر ګینزبرګ د سپتمبر پر ۱۸مه د سرطان له کبله مړه شوه.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په رانژدې کېدو – چې د نومبر پر درېیمه به وي – اټکل دی چې د اغلې باریټ ګومارنه به د امریکا مشرانو جرګه کې یوه ګرمه مسله وي.

د امریکا د سترې محکمې غړي د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، که مشرانو جرګه یې غړیتوب تایید کړي، دوی به د عمر تر پایه په ستره محکمه کې پاتېږي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، اغلې برټ یوه ځلېدلې قاضۍ ده او اساسي قانون ته ډېره ژمنه هم ده.

ایمي باریټ څوک ده؟

Reuters
په ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر اغلې باریټ شیکاګو کې قاضۍ وټاکله.

نوموړې د ۱۹۷۲ کال د جنورۍ پر ۲۸مه زیږېدلي او اوس ۴۸ کلنه ده.

هغه یوه متدینه کاتولیکه بلل شوې او په ۲۰۱۳ کال یې د “ژوند له میندوارۍ پیلېږي” په نامه مقاله خپره شوې ده. د دې مقالې له کبله نوموړې د محافظه کارو متدینو په ذهن کې ځای وموند، چې غوښتل یې د ۱۹۷۳ کال د سقط جنین پرېکړې لغوه کولو په پلوۍ راپورته شول.

ایمي باریټ د ټرمپ د کډوالۍ سختو قوانینو وضع کولو ملاتړ کړی.

په ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر اغلې باریټ شیکاګو کې قاضۍ وټاکله. ټرمپ غوښتل په هماغه کال نوموړې د قاضي انتوني کینډي پرځای د امریکا په ستره محکمه کې وګوماري.

Getty Images
د امریکا د سترې محکمې غړي د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي، که مشرانو جرګه یې غړیتوب تایید کړي، دوی به د عمر تر پایه په ستره محکمه کې پاتېږي.

اغلې باریټ په نوټرډم پوهنتون کې د حقوقو له پوهنځي فارغېدو وروسته د امریکا د سترې محکمې د مخکیني قاضي انتونین اسکالیا په دفتر کې کار کړی.

ایمي باریټ په نیوارلینز کې زیږېدلې او مېړه یې اینډیانا ایالت څارنوالۍ کې وکیل و، دواړه اوه بچیان لري.

دغې جوړې له اوو اولادونو وروسته یو بل بچی له هایټي په زوی‌ولۍ نیولی، خو کوچنی بچی یې په ډاون سینډروم اخته دی.

Trending

Exit mobile version