سوداگري
ټرمپ له افغانستان څخه پر وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوله
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، چې له امریکا سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه له ۸ میلیون څخه زیاته ده.
د امریکا ولسمشر له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د سوداګریزو محصولاتو پر وارداتو تعرفې لګولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپلو سوداګریزو شریکانو تعرفې وضعه کړي دي.
هغه، چې په سپینه ماڼې کې د وینا پرمهال ویلي؛ د اروپايي ټولنې په ګډون يې پر ډېر شمېر هېوادونو له ۳۰ سلنه پورته تعرفې ولګولې.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې تعرفې به د اپریل له پېنځمې نېټې څخه د پلې کېدا وړ وي.
ټرمپ ویلي؛ دا ورځ د “آزادۍ ورځ” ده او تل به د امریکا په تاریخ کې د صعنت د بیا زېږېدو د ورځې پر نوم یادیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، چې له امریکا سره د افغانستان کلنۍ راکړه ورکړه له ۸ میلیون څخه زیاته ده.
دوی د امریکا له لورې پر افغان تولیداتو ۱۰ سلنه تعروفه ظالمانه اقدام بولي او د دې تعروفي د لغوه کولو غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: «امریکا ته زمونږ صادارت څه باندې ۸ میلیون امریکايي ډالرو ته رسیږي. زمونږ صادارت وچه میوه، لاسي صنایع او نور قیمتي مواد دي. له امریکا سره زمونږ د سوداګرۍ عمومي حجم له ۶ تر ۹ میلیون ډالرو رسیږي».
د هېواد د وچې میوې د صادراتو ټولني غړي هم د امریکا له لوري پر افغان صادارتو وضعه شوې تعروفه غیرقانوني او ظالمانه اقدام بولي او د دې تعروفي د بېرته لرې کولو غوښتنه کوي.
دوی زیاتوي، چې افغانستان دgsp غړی دی او باید هغه امتیازونه، چې لري ورته ورکړ شي.
د وچې میوې د صادرونکو ټولنې رییس عبدالقسیم امرخېل ویلي؛ « زمونږ پر صادارتو د امریکا له لوري دا ۱۰ سلنه تعروفه یو ظالمانه عمل دی او هیله لرو، چې امریکايي چارواکې دا تعروفه بېرته لري کړي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهانو هم ويلي، چې د افغانستان پر صادارتو د امریکا له لوري ۱۰ سلنه تعروفه به د هېواد پر صادارتو منفي اغېز وکړي.
د امریکا ځانګړي سوداګریز استازي د د فتر د معلوماتو له مخې؛ امریکا ته له افغانستان څخه غالۍ، وچه مېوه او ځینې نور محصولات صادرېږي، چې د امریکا له لوري تازه له ۱۰ سلنې تعرفې سره مخ شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت تراوسه د امریکا له لوري د افغانستان پر محصولاتو د ۱۰ سلنې بنسټیزې تعرفې لګولو په اړه څه ندي ویلي.