سیمه ییز خبرونه
ټرمپ له شرط پرته د ایران د تسلیمۍ غوښتنه وکړه
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د چارشنبې پر سهار په لومړیو دوه ساعتونو کې د ایراني توغندي د اسرائیل پر لوري توغول شوي او په تل ابیب کې د چاودنو غږ اوریدل شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې ایران او اسرائیل د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي اتهویشتمه ) پر یو بل نوي توغنديز بریدونه پیل کړل. په داسې حال کې، چې د دواړو اوږدمهاله دښمنانو ترمنځ هوايي جګړه شپږمې ورځې ته ننوتې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د بې قید اوشرطه د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د چارشنبې پر سهار په لومړیو دوه ساعتونو کې د ایراني توغندي د اسرائیل پر لوري توغول شوي او په تل ابیب کې د چاودنو غږ اوریدل شوی دی.
اسرائیل د تهران په سویل لویدیځ سیمه کې اوسیدونکو ته ویلي؛ له سیمې دې ووځي، چې د دوی هوایي ځواک د ایران پوځي تاسیسات پر نښه کړي.
د ایراني خبري اوبپاڼو ویلي، چې اسرائیل د پلازمېنې په ختیځ کې د ایران د پاسدارانو پر پوهنتون برید کوي.
ایراني خبري اوبپاڼو ویلي، چې اسرائیل د هېواد په ختیځ کې د ایران د پاسدارانو پوهنتون او تهران ته نږدې د خجیر بالسټیک توغندیو پر تاسیساتو برید کوي، چې په تېر اوکټوبر کې هم د اسرائیلو د هوايي بریدونو لخوا پر نښه شول.
د امریکا د ملي استخباراتو د رییس دفتر ويلي، چې ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو زیات بالسټیک توغندي لري.
ایران وایي، چې د دوی بالستیک توغندي د امریکا، اسرائیل او نورو بالقوه سیمهییزو اهدافو پر وړاندې ساتونکی او غچ اخیستونکی ځواک دی.
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خبرداری ورکړ، چې د امریکا صبر مخ پر خلاصېدو دی. په داسې حال کې، چې هغه ویلي؛ د اوس لپاره د ایران د رهبر آیت الله علي خامنهیی د وژلو هیڅ اراده نشته. د هغه دا څرګندونې د ایران پر وړاندې د یرغلیز دریځ ښکارندویي کوي؛ ځکه، چې هغه د امریکا د ښکېلتیا په اړه غور کوي.
هغه په ټروټ پاڼه کې لیکلي: “مونږ پوهیږو، چې تش په نامه ‘ رهبر’ چېرته پټ دی.” “مونږ به هغه له منځه ونهباسو (ووژنو!) لږ تر لږه د اوس لپاره نه … زموږ صبر مخ پر پای ته رسېدو دی.”
درې دقیقې وروسته ټرمپ ولیکل، ” بې شرط تسلیمېدل!”
یوې سرچینې، چې له داخلي بحثونو سره بلد ده ویلي، چې ټرمپ او د هغه ډله له اسرائیل سره د درېدو او د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو د غوراویو په اړه غور کوي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ د سېشنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ د سېشنبې پر ماسپښین له ملي امنیت شورا سره د ۹۰ دقیقو لپاره هم ولیدل، چې د شخړې په اړه بحث وکړي. جزئیاتو ته تر دې دمه لاسرسی نشته.
د ځینو راپورونو له مخې؛ د خامنه ای اصلي پوځي او امنیتي سلاکاران د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي، چې د هغه داخلي کړۍ یې تشه کړې او د سټراټیژیکو غلطیو خطر یې لوړ کړی.
د فارس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د ایران مشران د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راپدېخوا اوس له ترټولو خطرناک امنیتي سرغړونو سره مخ دي. د هېواد د سایبري امنیت قومندانۍ چارواکي د مخابراتي وسیلو او ګرځنده ټیلیفونونو له کارولو څخه منع کړي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل د ایران د ډیجیټل بنسټونو پر وړاندې “لویه سایبري جګړه” پیل کړې ده.
اسراییل د جمعې پر ورځ د ایران پر وړاندې خپله هوايي جګړه پیل کړه، چې تر دې دمه یې تر ټولو لویه جګړه وه. له هغې وروسته، چې وویل شول اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د پراختیا په درشل کې دی.
ایران د اټومي وسلو غوښتنه ردوي او د سولهییزو موخو لپاره د اټومي ټکنالوژۍ حق ته یې اشاره کړې ده.
اسرائیل، چې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي NPT غړی ندی؛ په منځني ختیځ کې یوازنی هېواد دی، چې باور کیږي اټومي وسلې لري. اسرائیل دا نه رد کړې او نه یې تائیدوي.
نتنیاهو ټینګار کړی، چې هغه به تر هغه وخته پورې شاته نشي، چې د ایران اټومي پراختیا غیر فعاله شوې نهوي.
په داسې حال کې، چې ټرمپ وايي؛ اسرائیلي برید پای ته رسیدلی شي که ایران د بډاینې په اړه له سختو بندیزونو سره هوکړه وکړي.
د اسرائیلو د برید له پیل مخکې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې، د ۳۵ هېوادونو د حکومتونو بورډ، ایران له نږدې ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو د نه خپریدو مکلفیتونو څخه سرغړونه اعلان کړه.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې د سېشنبې پر ورځ وویل، چې د اسرائیلو برید په مستقیم ډول د نطنز تاسیساتو کې د ځمکې لاندې غني کولو تالارونو ته ورسېد.
اسرائیل وايي، چې اوس د ایران پر هوايي حریم کنټرول لري او په راتلونکو ورځو کې د کمپاین د پراخولو نیت لري؛ خو اسرائیل به د امریکا له مرستې پرته ژورو ښخ شويو اټومي سایټونو ته د ضربې ورکولو لپاره مبارزه ونشي کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو د ۲۲۴ کسانو د مړینې راپور ورکړی، چې ډېری یې ملکي وګړي دي. په داسې حال کې، چې اسرائیل ویلي، چې ۲۴ ملکي وګړي یې وژل شوي دي. د دواړو هېوادونو اوسیدونکي ایستل شوي یا تښتیدلي دي.
