نړۍ

ټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې له بنیامین نتنیاهو سره یې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته «لېونی» ویلي او په لبنان کې یې د اسرائیل د بریدونو له روان ساتلو ناخوښي ښودلې ده.

ټرمپ د «پاډ فورس ون» نومې خپرونې ته ویلي، چې له لبنان سره د اسرائیل له پرله‌پسې نښتو ناخوښ و؛ خو ټینګار یې کړی، چې له نتنیاهو سره یې اړیکې اوس هم ښې دي.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ټیلیفوني اړیکه کې نتنیاهو ته ویلي: «ته لېونی یې. که زه نه وای، اوس به په زندان کې وې. زه دې ژغورم. اوس ټول له تا کرکه کوي. ټول له همدې کبله له اسرائیل څخه کرکه لري.»

نتنیاهو د دې راپور په غبرګون کې د اړیکې له جزئیاتو ډډه کړې؛ خو څرګندوي، چې له ټرمپ سره یې اړیکې بدلې شوې نه‌دي او دواړه لوري اوس هم ګډې موخې لري.

د اسرائیل لومړي وزیر زیاته کړې، چې د یوې کورنۍ د غړو په څېر کله ناکله د ده او ټرمپ ترمنځ پر تکتیکي مسایلو اختلافونه رامنځته کېږي؛ خو تل د هغو د حل لپاره یوه لار پیدا کوي.

بل لور ته ایران ویلي، تر هغې، چې اوربند لبنان هم رانغاړي؛ له امریکا سره به د جګړې د پای ته رسولو په اړه له هیڅ هوکړې سره موافقه ونه‌کړي.

سره له دې، چې د امریکا پر منځګړیتوب د دوشنبې پر ورځ یوه هوکړه اعلان شوې؛ خو د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې اوس هم روانې دي.

لبناني سرچینو ویلي، چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل پر بریدونو لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې نتنیاهو یې له ایران سره جګړې ته نه‌دی هڅولی او ټینګار کوي، چې دا پرېکړه خپله ده کړې؛ ځکه د هغه په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ورنه‌کړ شي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له ایران سره د ۲۰۱۵ز.کال د اټومي هوکړې د پرېښودو له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې، که دا کار یې نه وای کړی؛ اسرائیل به اوس له خورا سخت وضعیت سره مخ و.

Trending

Exit mobile version