نړۍ
ټرمپ پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی
د احتمالي اقداماتو په لړ کې پر چینايي خپلواکو نفتو چاڼځایونو، چینايي بانکونو، د لېږد رالېږد پر شرکتونو او د ایران د تېلو د پلور له مالي شبکو سره تړلو ادارو د بندیزونو لګول شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره د نویو اقداماتو په لټه کې دی. د امریکا د خزانې وزارت هم د پراخو بندیزونو د لګولو شونتیا وړاندې کړې ده.
د احتمالي اقداماتو په لړ کې پر چینايي خپلواکو نفتو چاڼځایونو، چینايي بانکونو، د لېږد رالېږد پر شرکتونو او د ایران د تېلو د پلور له مالي شبکو سره تړلو ادارو د بندیزونو لګول شامل دي.
کارپوهان وايي؛ واشنګټن کولی شي پر هغو هېوادونو او شرکتونو فشار زیات کړي، چې د ایران تېل اخلي او همدارنګه یې پر هغو شبکو بندیزونه سخت کړي، چې له تهران سره د بندیزونو په تېراېستلو کې مرسته کوي؛ خو دا ډول اقدامات ښايي د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا هم زیاته کړي.
د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ، پر ایران د لېږد رالېږد او سوداګرۍ د ډېرو محدودیتونو او پر ګاونډ هېوادونو د فشار راوړلو ته ورته لارې هم تر غور لاندې دي، چې ایران ته د توکو د لېږد مخه ونیول شي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د فشارونو زیاتول په سیمه کې پراخې اقتصادي او سیاسي پایلې لرلی شي.