نړۍ
ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړهراکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درېورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلافلرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بمغورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.
دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.
د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.
بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لیفینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.
شي جینپینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.
تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.
د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.
شي جینپینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لیفینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.
تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.
دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د شي جینپینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.