تازه خبرونه

ټرمپ په ولسي جرګه کې د استیضاح پر مهال د خپلو ۱۰ پلویانو له رایو بې برخې شو

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د پر کانګرس د برید په تړاو استیضاح کړ.

ټرمپ د دغه هېواد په سیاسي تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی، چې دوه ځله استیضاح کیږي.

په راپورونو کې راغلي: په دې استیضاح کې د ډونالډ ترمپ ۱۰ جمهوریت غوښتونکیو، چې له نوموړي سره نږدې اړیکې لرلې؛ له ډیموکراټانو سره یوځای شول او د ټرمپ پر ضد یې رای ورکړې ده.

څو ورځې مخکې د ټرمپ سلګونه پلویانو د امریکا پر کانګرس برید وکړ، چې په کې ګڼ کسان وژل شوي او لسګونه نور بندیان شول.

د کانګرس یو شمېر غړیو ډونلډ ټرمپ تورن کړ، چې پلویان یې د امریکا پر کانګرس برید ته هڅولي؛ خو ټرمپ دا تورونه رد کړي دي.

دغه راز ټولنیزو شبکو؛ ټویټر او یوټیوب هم د ډونالډ ټرمپ پاڼې بندې کړې، چې د امریکا پر کانګرس په برید کې کارول شوې وې.

د یادونې ده، چې د جنورۍ پر ۲۰ به ډونالډ ټرمپ له واکه لرې شي او د امریکا غوره شوی ولسمشر جوبایډن به د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

Trending

Exit mobile version