نړۍ

ټرمپ کانګرس ته پر ۱۰۸ دقیقو اوږدې وینا خپله ولسمشري له سره تعریف کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوه‌یم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر شپه د کانګرس ګډې غونډې ته خپله کلنۍ وینا، چې شاوخوا ۱ ساعت او ۵۰ دقیقې روانه وه؛ د امریکا په تاریخ کې له ۲۰۰۰ کال راپدېخوا د بل کلنټن د اوږدې وینا ریکارډ مات او خپله ولسمشري یې له سره تعریف کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ریکارډ ماتوونکې وینا کې هڅه وکړه، چې د خپلې دوه‌یم پېر چاپېریال د ځان پر ګټه راوڅرخوي او له سره یې تعریف کړي.

دا وینا په کانګرس کې تر ټولو اوږده ثبت شوې ولسمشریزه وینا ګڼل کېږي؛ ټرمپ خپله د تېر کال د ۱۰۰ دقیقو وینا هم ماته کړه. په ۲۰۰۰ ږ.کال کې تر ټولو اوږده وینا پخواني ولسمشر بل کلنټن ثبت کړې وه، چې ۸۹ دقیقې وه او په ۱۹۹۵ کال کې یې ۸۵ دقیقې وینا کړې وه.

په ټوله کې دا وینا پر اقتصاد راوڅرخېده، چې ټرمپ په کې د خپلې سوداګرۍ او تعرفې پالیسیو دفاع وکړه.

ټرمپ ادعا کړې، چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړي کال په اوږدو کې “تاریخي بدلون” رامنځته کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي:  « زمونږ ملت بېرته راغلی دی؛ لوی، غوره، بډایه او تر بل هر وخت پیاوړی… مونږ په امریکا کې یو طلايي پېر ته دننه کیږو. په راتلونکي کې فابریکې، دندې، پانګونې او ټریلیونونه ډالر به په امریکا کې کښته پورته شي؛ ځکه مونږ یو داسې ولسمشر لرو، چې امریکا ته لومړیتوب ورکوي.”

ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا یوه برخه د ایران اړوند بدلونونو ته ځانګړې کړه او داسې ټینګار یې څرګند کړ؛ تهران ته به اجازه ورنکړي، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه تر دې دمه د څو جګړو مخه نیولې او هغه غوره ګڼي، چې د ایران مسله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه وایي: « د نیمې شپې څټک نومو عملیاتو وروسته دوی ته خبرداری ورکړ شوی و، چې خپل د وسلو پروګرام بیا جوړ نکړي او له اټومي وسلو جوړولو دډه وکړي. اوس دوی د خپل اټومي پروګرام په برخه کې خپلې هیلې بیا پیل کړې دي. مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو او دوی غواړي، چې یوه هوکړه وکړي. زما لومړیتوب دا دی، چې د دوی ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ خو یو شی ډاډمن دی: زه به هیڅکله په نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړي ته اجازه ورنکړم، چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.»

هغه همدارنګه د ونزویلا د تېلو په امریکايي بازار کې د زیاتې برخې د ګډون او د یوې لویې میکسیکوي نشه‌يي توکو قاچاقچي له مړینې خبر ورکړ او په نورو شېبو کې یې پر ډیموکراټانو او غیرقانوني کډوالو سختې نیوکې وکړې.

په امریکا کې نظرپوښتنې ښيي، چې د روان کال په نومبر کې له منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ډونالډ ټرمپ د دوه‌یمې دورې پلانونو لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. نړیوالو رسنیو په دې غونډه کې لفظي کړکېچونه د ژور سیاسي وېش د دوام نښه ګڼلې؛ هغه وېش، چې د راتلونکو سیاسي سیالیو په درشل کې تر بل هر وخت ډېر څرګند لیدل کیږي.

Trending

Exit mobile version