تازه خبرونه
ټولنه عصري علومو ته لکه خواړه اړتیا لري – د پوهنې چارسمبالی
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا د سږني کانکور د ګټونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، چې د عصري علومو له زدهکړې پرته د نظام او هېواد ساتنه ناشونې ده.
د پوهنې وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې افغانستان عصري او دیني علومو ته اړتیا لري او اسلامي امارت د عصري علومو د زدهکړې مخالف نه، بلکې د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کوي.
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا د سږني کانکور د ګټونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، چې د عصري علومو له زدهکړې پرته د نظام او هېواد ساتنه ناشونې ده.
هغه وایي: عصري علوم د ټولنې اړتيا ده. لکه څنګه، چې د انسان بدن خوراک او اوبو ته اړتیا لري؛ زمونږ ملي او اسلامي ټولنه عصري علومو ته اړتیا لري.
په دې مراسمو کې د چارو عمومي رييس د ځوانانو د زياتو زدهکړو په اړه پر هڅو ټينګار وکړ.
د چارو عمومي رييس نورالحق انور وویل: اوس د دې وخت رارسیدلی، چې دغه نظام پیاوړی شي. راځئ، چې د ترلاسه شوې خپلواکۍ او آزادۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو. راځئ وروسته پاتي واټن په لنډ وخت کې ووهو. له همدې کبله مونږ استعدادونو ته اړتیا لرو.
د کانکور مسوولینو هم د اسلامي امارت له لوري د ښوونځیو د زدهکوونکیو او ښوونکیو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
دوی له اسلامي امارت وغوښتل، چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره ښوونځي او پوهنځي پرانیزي، چې وکولی شي دوی هم خپلې زدهکړې روانې وساتي.
تازه خبرونه
جاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زدهکړې» له رسمي اوبپاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځهویشتمې پورې ورولېږي.
په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اتهلسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.
د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونهلري.
یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت لهخوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.
د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ24 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
