تازه خبرونه

ټولنه عصري علومو ته لکه خواړه اړتیا لري – د پوهنې چارسمبالی

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا د سږني کانکور د ګټونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، چې د عصري علومو له زده‌کړې پرته د نظام او هېواد ساتنه ناشونې ده.

Published

on

د پوهنې وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې افغانستان عصري او دیني علومو ته اړتیا لري او اسلامي امارت د عصري علومو د زده‌کړې مخالف نه، بلکې د پیاوړتیا لپاره یې هڅې کوي.

د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا د سږني کانکور د ګټونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، چې د عصري علومو له زده‌کړې پرته د نظام او هېواد ساتنه ناشونې ده.

هغه وایي: عصري علوم د ټولنې اړتيا ده. لکه څنګه، چې د انسان بدن خوراک او اوبو ته اړتیا لري؛ زمونږ ملي او اسلامي ټولنه عصري علومو ته اړتیا لري.

په دې مراسمو کې د چارو عمومي رييس د ځوانانو د زياتو زده‌کړو په اړه پر هڅو ټينګار وکړ.

د چارو عمومي رييس نورالحق انور وویل: اوس د دې وخت رارسیدلی، چې دغه نظام پیاوړی شي. راځئ، چې د ترلاسه شوې خپلواکۍ او آزادۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړو. راځئ وروسته پاتي واټن په لنډ وخت کې ووهو. له همدې کبله مونږ استعدادونو ته اړتیا لرو.

د کانکور مسوولینو هم د اسلامي امارت له لوري د ښوونځیو د زده‌کوونکیو او ښوونکیو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

دوی له اسلامي امارت وغوښتل، چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره ښوونځي او پوهنځي پرانیزي، چې وکولی شي دوی هم خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version