ساینس او ​​ټیکنالوژي

ټولنیزې رسنۍ ډیموکراسۍ ته ګواښ دی – اردوغان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۰)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې ټولنیزې رسنۍ ډیموکراسۍ ته ګواښ ګرزېدلی دی.
ترکیه هڅه کوي، چې پر ټولنیزو رسنیو نوي قانوني بندیزونه ولګوي.
اسوشیټیډ پریس څرګنده کړې؛ اردوغان په استانبول کې د حکومت لخوا د مخابراتو سرمشریزې ته په یوه ویډیو پیغام کې په ډاګه کړې، چې که څه هم په پیل کې ټولنیزې شبکې د آزادۍ او ډیموکراسۍ سمبول بلل کیده؛ خو اوس ډیموکراسۍ او آزادۍ ته د لوی ګواښ سرچینه شوې ده.
اردوغان د خلکو په ځانګړي توګه له زیانمن پوړکي څخه د ملاتړ لپاره د حکومت له هڅو یادونه وکړه او وایي، چې له یو لړ غلطو او ګمراه کوونکیو معلوماتو یې خوندي کوي؛ پرته له دې، چې کره او بې پرې معلوماتو ته د وګړیو حق تر پښو لاندې کړي.
ترکیې تېر کال یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې ټولنیزې رسنۍ او د هغې کاروونکي اړ دي، چې قانوني استازی وګماري او همدارنګه هېوادني معلومات زیرمه کړي.

Trending

Exit mobile version