پرمختګ او بشپړتیا
ټولګټو وزارت د نوي کاري پروګرام له پیل خبر ورکړ
ټولګټو وزارت د دې وزارت د کړنو په تړاو د خلکو د خبرولو لپاره د یوه نوي پروګرام له پیل خبر ورکړ.
د ټولګټو وزیر وایي، دغه پروګرام په یوه ځانګړي انترنتي سایت کې خپریږي، چې د وزارت کارکوونکي او مرستندوی سازمانونه کولی شي په کلیو کې د دې وزارت له کړنو هم خبرشي.
په هېواد کې د پروژو ستونزې تل هغه مساله ده، چې پرې نیوکې شوي؛ خو د ټولګټو وزارت وزیر وایي، اوس د روڼتیا د را منځته کولو لپاره یو نوی انترنتي سایت تر لاس لاندې نیول شوی دی.
د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وایي، د پروژو د مدیریت سیستم په دوه برخو کې کار کوي؛ لومړی د پروژو له ورځني کاره د خلکو خبریدل. دوه یم د مرکز لخوا د پروژو د ورځني کار انلاین مدیریت دی.
دغه راز ښاغلی بلیغ د سالنګ لارې د تړل کیدو خبره کوي او وایي، د واورې ښویدو د خطر پرلامل د سالنګ لار بنده شوې ده؛ خو په نورستان کې یوازې د کونړ لار خلاصه ده او د نورو لارو د خلاصولو کار هم روان دی.
ویل کیږي، چې افغانستان یو غرنی هېواد دی؛ لارې یې له لوړو ژورو ډکې دي او په ژمي کې ګڼې ستونزې ترې را ولاړیږي.
خبریاله: سمیرا ظفري