سیمه ییز خبرونه
ټولې ښكېلې ډلې دې د ټاكنو په تر سره كولو كې مرسته وكړي
كه څه هم راتلونكيو ټاكنو تر سره كيدو ته له درې مياشتو زيات وخت پاته دى، خو بيا هم د ټاكنو تر سره كيدو په اړه يو لړ ستونزې شتون لري.
د دغه كميسيون د دارلانشاه مشر ضيا الحق امرخېل وايي، چې:
راتلونكې ټاكنې د هېواد يو ملي بهير دى او د بريا لپاره يې بايد ټولې غاړې هڅه وكړي.
نوموړى همدا راز وايي، د ټاكنو تر سره كيدو ته ټول چمتوالى نيول شوى يوازې په ټول هېواد كې د ټاكنو د امنيت په برخه كې د امنيتي ځواكونو پلان ته په تمه دي، چې ترراتلونكې يوې مياشتې به د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وسپارل شي.
د مدني ټولنو يو شمېر فعالان بيا ناامني د راتلونكيو ټاكنو په وړاندې تر ټولو لوى گواښ گڼي.
دوى وايي، چې دا ستونزه به د دې لامل شي، چې د هېواد ميرمنې به په پراخ ډول په ټاكنو كې گډون ونه كړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون كميشنره گلالۍ اڅكزۍ وايي، چې:
په راتلونكيو ټاكنو كې به د ښځو پراخ گډون ته جدي پاملرنه وشي.
د مدني ټولنو فعالان همدا راز غوښتنه كوي، چې په ټاكنو كې ښځو ته يوازې د رايې وركوونكې په څير د گډون زمينه برابره نه كړي، بلكې له نوماندۍ څخه نيولې بيا د نظْارت تر برخې پورې بايد ښځو ته د گډون زمينه برابره شي.