تازه خبرونه

ټول افغانان باید په هېوادنیو پرېکړو کې ونډه واخلي – حامد کرزی

Published

on

پخواني ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات له ملي یووالي سره تړي او وایي؛ ملي وحدت هغه مهال شونی دی، چې د هېواد وګړي په مهمو پرېکړو کې ونډه واخلي.

نوموړي د ایران له صدا او سیما خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ هغه سوله او ثبات، چې د افغانانو هیله وه تر اوسه نده ترلاسه شوې.

حامدکرزي ویلي، چې اسلامي امارت دې له سیاسي مخالفانو سره، چې له هېواده وتلي؛ باید خبرې وکړي او ورته د راستنېدو شرایط برابر کړي.

 کرزی هیله من شوی اوله اسلامي امارت څخه غواړي، چې له هېواده وتلي مرور سیاسي مخالفان پخلا کړي او هېواد ته د هغوی د راستنیدو زمینه برابره کړي.

هغه په هېواد کې د تلپاتې ثبات او د خلکو د خوښې د اساسي قانون د جوړولو لپاره د لویې جرګې پر راغوښتو او جوړېدو ټینګار کوي او زیاتوي، چې د خلکو د خوښې اساسي قانون ته د رسېدو او له اوسني حکومت سره د داخلي مخالفتونو ختمول د لویې جرګې له جوړیدو سره تړلي دي.

دغه راز حامد کرزي د هلمند په سینده کې  د ایران د اوبو د حق په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي،  چې اسلامي امارت باید د ایران د اوبو د حقونو درناوی وکړي.

اسلامي امارت د لویې جرګې د رابللو په اړه د حامد کرزي د غوښتنې په تړاو ویلي، چې اوسنی حکومت د هېواد په ټولو برخو کې خپل مشروعیت لري او د لویې جرګې د رابللو اړتیا نشته.

Trending

Exit mobile version