سیمه ییز خبرونه

ټول خصوصی ښونځیو چی له قوانینو سرغړونی وکړی، له چلند سره به مخامخ شی: د پوهنی وزیر

Published

on

(Last Updated On: )

د پوهنې وزارت خصوصي ښونځيو ته خبردارى وركړ چې كه د دوي له تګلارې او قوانينو سرغړونې وكړي، له سخت چلند سره به مخامخ شي.

د پوهنې وزير فاروق وردک دا څرګندونې د  كابل په ښار كې د اوو ښونځيو د ودانيو د ګتې اخيستنې او د بنسټ ډبرو د كيښودو پر مهال وكړې.

چارواكي وايې، د دې پروژې مالي لګښت د جاپان او پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه وركول كيږي.

د پوهنې وزير وايې، د دې ښونځيو په جوړېدو سره به څوارلس زرو زده كونكو ته د زدكړو زمينه برابره شي.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په كابل ښار كې ۵۴۵ دولتي او ۲۷۲ خصوصي ښونځي فعال دي چې په كې يو اعشاريه دوه ميليون زده كونكي پر زدكړو بوخت دي.

د دې وزارت چارواكو د ځينو كارپوهانو دا څرګندونې هم په كلكه رد كړې چې وايې، د پوهنې وزارت د خپلې پراختيايي بوديجې د پنځوس سلنه كمه برخه لګولې او كړنې يې ټيټ كيفيت لري.

Trending

Exit mobile version