تازه خبرونه
ټول راستنېدونکي مهاجر له بښنې برخمن دي – د اسلامي امارت غبرګون
د حمدالله فطرت په ایکس کې لیکلي: “هیڅوک پر سیاسي لحاظ له دوی سره دښمنۍ، تضاد او غچ اخیستونکې کړنې نه ترسره کوي او که داسې څه پېښ شي؛ حکومت به یې وڅېړي او مخنیوی به یې وکړي او عاملین یې مجازات کیږي.”
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د نوي راپور په غبرګون کې ویلي، چې ټول هغه افغان مهاجر، چې هېواد ته راستنیږي له بښنې برخمن پاتې دي.
د حمدالله فطرت په ایکس کې لیکلي: “هیڅوک پر سیاسي لحاظ له دوی سره دښمنۍ، تضاد او غچ اخیستونکې کړنې نه ترسره کوي او که داسې څه پېښ شي؛ حکومت به یې وڅېړي او مخنیوی به یې وکړي او عاملین یې مجازات کیږي.”
فطرت زیاته کړې: “البته په ځینو ځایونو کې یو څو پېښې رامنځته شوي، چې سیاسي نه، بلکې شخصي او ډېرې کوچنۍ دي؛ یوناما باید د پروپاګند په خپرولو کې ترې کار وانخلي او اندېښنې زیاتې نکړي.”
فطرت دا ډول اندېښنې او د هغې سیاسي کول رد کړل او ټینګار کوي، چې: ” نظام خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دوی دې په دې مسله کې هیڅ راز اندېښنه نلري او ډاډ خپل هېواد ته راستانه شي.”
ملګرو ملتونو په خپل یوه نوي راپور کې لیکلي، چې ملګري ملتونه د هغو کسانو قضیې مستندوي، چې جبري هېواد ته راستانه شوي دي او د خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو له کبله یې د بشري حقونو جدي سرغړونې تجربه کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي او د ملګرو ملتونو بشري حقونو په خپور شوي ګډ راپور کې راغلي: “په دې سرغړونو کې ځورونه او ناوړه چلند، خپلسرې نیول او بندیانول او د چارواکو لهخوا د شخصي امنیت ګواښونه شامل دي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمیشنر فیلیپو ګراندي سیمې ته سفر کړی او ایران د افغان کډوالو د روان کړکېچ د همغږې حل لارې د موندلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او ایراني چارواکو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې وړاندیز کړی دی.