تازه خبرونه

ټول نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۶, ۱۴۰۲)

د خبریالانو نړیوال فدراسیون څرګنده کړې؛ د افغان خبریالانو پر وړاندې د نیولو او  تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

دې فدراسیون په یوه راپور کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د رسنیو د کار اړوند دوسیې دې د رسنیو شکایتونو او سرغړونو کمیسیون له لارې څاري.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي؛ په افغانستان کې د خبریالانو نیول زیات شوي او ټول نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشي شي.

دغه فدراسیون په افغانستان کې د حکومت له‌خوا د خبریالانو ځورول غندلي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له‌خوا په تېره یوه اوونۍ کې له زندانه د ۹ خبریالانو خوښې کېدل یوه زړه راکښونکې پېښه ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي، چې د ټولو خبریالانو د خوندیتوب هلې ځلې دې چټکې کړې.

د خبريالانو د نړيوال فدراسيون د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي، چې: په افغانستان کې د رسنيو وروستي فشارونه د دې سبب شوي، چې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له ضمانتونو سره – سره؛ د خپلسرو نیونو، ځورونو او بریدونو له زیاتوالي سره مخ دي. په داسې حال کې، چې د نهو خبریالانو خوشې کول یو ښه پرمختګ دی، IFG له طالبانو (اسلامي امارت) غوښتي؛ د رسنیو ټول کارکوونکي، چې اوس هم په توقیف کې دي، ژر تر ژره خوشې کړي او په افغانستان کې د ټولو خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د دې اعلامیې په بله برخه کې دغه فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د رسنیو د کار په اړه دوسیې دې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمیسیون له لارې وارزول شي.

دغه راز د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د رسنیو د قانون پر ژر تصویب ټینګار کوي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د قانون نه‌شتوالي رسنۍ او خبریالان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ملي اتحاديې د مشرتابه غړي مسرور لطفي وايي: هيله لرم، چې د ټولنيزو رسنيو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د شويو ژمنو له مخې د دغو دوه قوانينو برخه‌ليک ژر تر ژره روښانه او د رسنیو ټولنې ته وړاندې.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په هېواد کې د خبريالانو د نيولو او تاوتريخوالي زياتوالى ردوي او وايي؛ یو شمېر هغه خبریالان، چې جرم یې خبریالي نه وه، له څېړنو وروسته خوشې شوي او یو شمېر نور، چې اوس هم په بند کې دي د دوسیو له څېړلو او ارزولو وروسته به خوشې شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ د رسنیو نوی قانون ترتیب او د تصویب لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ته استول شوی دی. په دې قانون کې د رسنیو ټول اصول مراعات شوي دي.

Trending

Exit mobile version