سیمه ییز خبرونه

ټول پیلوټان ​​بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک

د پاکستان د پوځ یوه ویاند د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي الوتکې ویشتل شوي؛ خو دا ادعا د هند لخوا تائید شوې نده.

Published

on

د هند هوايي ځواک د یکشنبې پر ورځ له جزئیاتو پراته ویلي، چې “زیانونه د جګړې یوه برخه ده” خو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هوایي ځواک ته زیان رسیدلی دی؛ زیاته کړې: ټول پیلوټان ​​یې په روانه اوونۍ کې له پاکستان سره له جګړې وروسته بېرته خپل کور ته راستانه شوي دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې پېنځه هندي الوتکې ویشتل شوي؛ خو دا ادعا د هند لخوا تائید شوې نده.

همدارنګه د چارشنبې پر ورځ د هند په کشمیر کې څلورو حکومتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې درې جنګي الوتکې په فډرالي خاوره کې راوغورځېدې؛ دا څو ساعته له هغې وروسته، چې هند وویل: د پولې هاخوا یې د پاکستان نهه “ترهګریز بنسټونه” پر نښه کړي دي.

د یکشنبې پر ورځ د هند او پاکستان ترمنځ اوربند ټینګ شوی؛ دا څو ساعته له هغې وروسته، چې اټومي وسلوالو سیالانو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړل.

اوربند د شنبې پر ورځ د څلور ورځو توغندیو، ډرونونو او توپخانې له بریدونو وروسته، چې په کې لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې تېښتې ته اړ کړل. دا په ۱۹۹۹ کې د هند او پاکستان د وروستۍ ښکاره شخړې راپدېخوا تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی و.

Trending

Exit mobile version