تازه خبرونه

ټوټاپ پروژه دې د سالنګ له لارې تېره شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ولسي جرګه کې د پکتيا وکيلان او مدني فعالان ګواښ کوي، که د ټوټاپ برښنا پروژې تګلوري ته بدلون ورکړل شي، دوى به پراخ لاريونونه وکړي.

هغوى په پکتيا کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، په دې پروژه کې د نورو ولايتونو ترڅنګ د لويې پکتيا د خلکو حق هم دى چې د دې له پاره د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولسونه ارام نه کيني. دوى وايي، په مرکز کابل کې ځینې دولتي مسولین هڅه کوي چې دغه پروژه سیاسي شي.

په دې وروستيو کې د هېواد په سويل ختيځو ولايتونو کې قومي مشران او مدني فعالان راپورته شوي او د هغه څه مخالف دي چې د ولسمشر دويم مرستيالغواړي، د ټوټاپ د برښنا پروژې تګلوری له سالنګ څخه باميانو ته بدل کړي.

په دغه تغير سره د هېواد سويل ختيځ ولايتونه له برښنا بې برخې کېږي. په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي له ولسمشر او اسيايي بانک غواړي چې د ټوټاپ پروژه له پلان شوي مسير څخه تغير نه کړي. دوى وايي، د لويې پکتيا اوسېدونکي هم حق لري چې په هېواد کې د متوازن انکشاف په لړ کې له برښنا برخمن شي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا ولايت استازىمحمد ابراهيم غښتلى وايي: “د برښنا په ياده پروژه کې هېڅ ډول خنډ راته د منلو نه دى. ډېری کسان دي چې د برښنا په دې پروژه کېقومي تعصباتو ته لمن وهي.” هغوى ګواښ کوي، که لويې پکتيا ته د راغځېدونکې برښنا پر وړاندې خنډونه رامنځته شي، دوى به پراخ لاريونونه پيل کړي.

په همدې حال کې مدني فعال عبدالهادي حماس وايي: “د ولسمشر او اجرايه رييس دويم مرستيالان له حکومتي موقف څخه ناوړه استفاده کوي، په هېواد کې د متوازن انکشاف مخه نيسي.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست ولايتي شورا او مدني ټولنو هم په يوه غونډه کې ګواښ کړى و، که له سالنګ څخه د ټوټاپ پروژې مسير ته تغير ورکړل شي، نو دوى به ولسي پاڅون وکړي او ارګ مخې ته به خېمې ولګوي.

خبريال: فريدالله ظاهر

 

Trending

Exit mobile version