تازه خبرونه
ټویټر جورج فلایډ ته د ټرمپ د درناوي جوړه شوې ویډیو له خپلې شبکې لیرې کړه
(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)
د غربي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ټویټر له هغې وروسته جورج فلایډ ته د امریکا د ولسمشر د درناوي ودیو له خپلې شبکې لیرې کړه، چې د کاپي رایت د حق پر بنسټ یې د خلکو اندېښنې تر لاسه کړې.
د ټویټر یوه استازي ویلي: مونږ د کاپي رایت حق خوندي ساتو او مونږ د خپروونکي یا د دوی د استازیو لخوا راپورته شویو اندېښنو ته ځواب ویونکي یو.
ویل کیږي؛ دا کلیپ د لاریونکوونکیو او د جورج فلایډ له مړینې وروسته د تاوتریخوالي له انځورونو او ویډیوګانو څخه، چې په شالید کې ورسره د ټرمپ غږ مل دی جوړ شوی دی.
دا د درې دقیقو او ۴۵ ثانیو لرونکې ویډیو، چې د جون پر ۳ د ترمپ د ډلې لخوا ټویټ شوې؛ اوس هم په یوټیوب کې د ۶۰۰۰۰ لیدلو او ۱۳۰۰۰ خوښولو سره شته.