تازه خبرونه

ټيفا: د ټاکنو کمیسيون اساسي کارونه نه دي پيل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه په ځانګړې توګه د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ مسولین وايي چېد ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کارونو دوې میاشتې تېرې شوې، خو لاهم دغه کمیسیون اساسي کارونه، نه دي پیل کړي.

دوی وايي چې حکومت په کمیسیون سیاسي فشارونه زیات کړي او نه غواړي چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي غړي له ډېرو ناندریو او د وخت له ضایع کېدو وروسته کابو دوې میاشتې مخکې وټاکل شول. اوس د دغه کمیسیون په چارو نیوکې مخ په زیاتېدو دي. د افغانستان د شفافو ټاکنو د څار بنسټ وايي چې کمیسیون تر اوسه لومړني کارونه هم نه دي کړي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ویانده صغرا سادات وايي: “دا چې د ټاکنو د کميسيون نوي غړي د ټاکنو په کميسيونونو کې ميراث لري، په فساد تورن ارګانونه وو، خو بيا هم له دې کميسيونونو څخه خلکو او مدني ټولنو لوړې هيلې لرلې.”

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا رییس نعيم ايوب زاده وايي چې د سمون له پارهپه کمیسیون کې کافي سرچينې نشته او د حکومت پر سیاسي فشارونو سربېره د نړیوالو مالي او تخنیکي ملاتړ هم نامعلوم دی.

ټیفا د ټاکنو په خپلواک کمیسیون غږ کوي چې ژر تر ژره د رایو ورکوونکو نوملړ جوړ کړي او د رایو د مرکزونو د امنیت په هکله خپلې ارزونې بشپړې او له خلکو سره یې شریکې کړي.

Trending

Exit mobile version