تازه خبرونه

ټي ټي پي او حکومت پر یو میاشتني اوربند سلا شوي ـ پاکستان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۰)

د پاکستان اړوند مسوولینو څرګنده کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب له پاکستانيو طالبانو سره پر یو میاشتني اوربند سلا شوي دي.

د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره له اوږدو خبرو اترو وروسته پر یو میاشتني اربند هوکړه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ويلي، چې له ټي ټي پي سره د اوربند دې هوکړې ته د افغانستان اسلامي امارت لار اواره کړې.

له ناتائيد شوي راپورونو له مخې؛ تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومتي استازیو د افغانستان په خوست ولایت کې خبرې کړي، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ترې څارنه او منځګړیتوب کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي، چې دا اوربند به له کلونو راپدیخوا پیل شوي تاوتریخوالي، کرکې او جنګ ته د پای ټکی کېدي.

فواد چودري زیاته کړې؛ دا اوربند به په خبرو کې پرمختګ ته پر کتو وغزول شي. له تحریک طالبان پاکستان سره زمونږ خبرې د اساسي قانون له مخې تر سره شوې دي او د افغانستان اسلامي امارت چارسمبالي حکومت د دې خبرو لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ټي ټي پي یوه ویاند ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب یې اوربند ته غاړه ایښې ده. د افغانستان دولت تر اوسه په دې هڅکله نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند عمر خراساني هم منلې، چې له حکومت سره پر یو میاشتني اوربند هوکړې ته رسیدلي او دا اوربند به د نوامبر له نهمې پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې له پاکستاني حکومت سره یې خبرې اوس هم روانې دي او د افغانستان حکومت له دې خبرو او هوکړې څارنه کوي.

هغه وایي: له اوربند څخه څارنه ضروري ده. د افغانستان اسلامي امارت په دې خبرو کې د منځګړي او څارونکي دنده لري.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، چې له دې هوکړې خبر دي او ورسره به په ټول پاکستان کې د طالبانو بریدونه پای ته ورسيږي. هغه په دې برخه کې د اسلامي امارت له همکارۍ ستاینه کړې ده.

هغه وایي: له افغانستان اسلامي امارت مننه کوو، چې د یوه حکومت په توګه یې د ټي ټي پي او د پاکستاني حکومت تر منځ یې هوکړې ته لار اواره کړه. اوس د دې وخت دی، چې پاکستان له افغانستان د بدلونونو په تجربه کولو کې همکاري وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یوه میاشت مخکې ویلي وه، چې حکومت یې له ټي ټي پي سره د سولې خبرې پیل کړي او د افغانستان اسلامي امارت حکومت د دې خبرو کوربتوب کوي.

Trending

Exit mobile version